د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اېف سي آر ختمول پکار دی د فاټا ځانګړی حیثیت نه'


د اېف سي ار ختمولو جرګګۍ یا کمېټه.
د اېف سي ار ختمولو جرګګۍ یا کمېټه.

له قبایلي سیمو د پارلېمان غړیو ویلي که چیرې په فاټا کښې د اصلاحاتو بل د اسمبلۍ روانې غونډې ته وړاندې نه شي نو په احتجاج به لاس پورې کوي.

د فاټا اصلاحاتو بل د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ د غونډې په ایجنډا موجود وو خو د غونډې تر پیلېدو وړاندې لیرېکړل شو.

شهاب الدین خان وویل حکومت ژمنه کړې ده چې روانه اونۍ به يې اسمبلۍ ته وړاندې کړي خو حکومت په دغه اړه وخت په وخت ژمنې نه دي پاللې او اکثر ولس ته درواغ وايي.

نن د مشال ریډیو په خپرونه ؛ د کرښې په غاړه ؛ کې د خبرو په وخت له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان وویل چې دغه قانوني مسوده په حکومت کې د شاملو دوو سیاسي مشرانو په خوله لیرېکړل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه خپله سرتاج عزیز او د سیفران وزیر عبدالقادر بلوڅ ژمنه کړې وه چې دا قانوني مسوده به د ګل په ورځ اسمبلۍ ته وړاندې کوي چې له مخه به يې ایف سي آر له مینځه یوړل شي او قبایلي سیمو ته به د لویو عدالتونو واک وغزول شي خو چې کله غونډه پیل شوه نو دغه بل په ایجنډا کې نه وو.

د اېف سي آر ختمول ولې وځنډول شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

شهاب الدین خان وویلله نننه احتجاجونه پیل شوي دي، جماعت اسلامي په اسلام اباد کې احتجاج کوي. او د احتجاجونو دا لړۍ به روانه وي.

آیا حکومت به دا قانوني مسوده په روانه غونډه کې وړاندې کړي؟ د دغه پوښتنې په ځواب کې شهاب الدین خان وویل حکومت ژمنه کړې ده چې روانه اونۍ به يې اسمبلۍ ته وړاندې کړي خو حکومت په دغه اړه وخت په وخت ژمنې نه دي پاللې او اکثر ولس ته درواغ وايي.

رضا محمد رضا وايي، باید د قبایلي سیمو ځانګړې حیثیت دې پر خپلځای وساتل شي، د فاټا ټریبونل دې جوړ شي او د قبایلي سیمو منتخب جرګه دې په وجود کې راشي او هغه دې واکمنه وي.

شهاب الدین خان نور وویل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزې او د جمیعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د دغه اصلاحاتو په لاره کې دیوالونه دي.

حکومت وايي د ځینو تیکنیکي ستونځو له کبله يې قانوني مسوده د پارلېمان په غونډه کې وړاندې نه کړل شوه.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولې دا اصلاحات نه مني؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د ګوند د اطلاعاتو مرکزي سېکرېتري او پخوانی سېنېټر رضا محمد رضا وايي چې کله چا هم د فاټا اصلاحاتو خبره نه کوله نو د هغوی ګوند دغه غوښتنه کړې وه چې ایف سي ار دې له مینځه یوړل شي.

نوموړي زیاته کړه باید د قبایلي سیمو ځانګړې حیثیت دې پر خپلځای وساتل شي، د فاټا ټریبونل دې جوړ شي او د قبایلي سیمو منتخب جرګه دې په وجود کې راشي او هغه دې واکمنه وي.

رضا محمد رضا وویل د فاټا د حیثیت ختمولو ضرورت نه شته، دغلته اصلاحاتو ته اړتیا ده او باید چې دغه د قبایلي ولس په خوښه وشي.

بل خوا د قبایلي سیمو د وکیلانو د اتحادیې پخوانی مشر اعجاز ایډوکیټ وايي د پاکستان په پارلېمان کې داسې قانوني مسوده له ایجنډې نه لیرېکړل شوې ده چې پارلیمان پرې دوه کاله بحثونه کړي دي اوکابینې منظور کړې دی نو دا د حکومت او پارلېمان لپاره د شرم خبره ده.

نوموړي زیاته کړه قبایلي ولس اوس له ریاسته پوښتنه کول غواړي چې آیا هغوی د پاکستان اوسېدونکي دي او که نه؟

اړوند راپورونه

عمران خان پر فاټا اصلاحاتو د احتجاج دهړکه ورکړه

اڅکزی او فضل الرحمان ولې خيبر پښتونخوا کې د فاټا شامليدل نه غواړي؟

فاټا به ژر د خېبر پښتونخوا برخه شي. اسفنديار

اڅکزی: د قبایلو ښځې، نر دې خپله راتلونکې وټاکي

'فاټا دې زغرده د خیبر پښتونخوا برخه شي'

'د فضل الرحمن او اڅکزي خلاف عدالت ته ځو'

XS
SM
MD
LG