د لاسرسي ځای

قادر بلوڅ: پوځ غواړي چې فاټا تر نور څه وړاندې د قامي بهیر برخه شي


قادر بلوڅ یو غونډې ته وینا کوي

د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو سیفران وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، پوځ غواړي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا تر ورګډولو مخکې په قامي بهیر کې شاملې شي.

عبدالقادر بلوڅ د پنجشنبې پر مازیګر د سېنېټ غونډې ته په وینا کې وویل، پوځ په پښتونخوا د قبایلي سیمو تر ورګډولو مخکې هلته د بیا رغونې او پرمختیايي چارو د بشپړولو ټینګار کوي.

د دې په غبرګون کې د پیپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر وویل، د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار بیانونه د قادر بلوڅ له څرګندونو سره په تضاد کې دي ځکه چې هغوی ویلي، په قبایلو کې اصلاحات غواړي.

د دې په ځواب کې د سیفران وزیر وویل، پوځ د اصلاحاتو خلاف نه دی بلکې غواړي چې قبایلي سیمې لومړی د قامي بهیر برخه شي.

نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي د رواج په نوم د قانون مسوده د قامي اسمبلۍ له سیفران کمېټۍ منظوره کړي او د روانې میاشت تر پای مخکې یې سېنېټ ته وړاندې کړي.

د پاکستان پوځ د بلوڅ د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

خو له قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړی ساجد حسېن توري وايي، پوځ ورته څو څو وارې دا ويلي چې هغوي د هغه هر ګام مرسته کوي چې قبايلي ولس يې غواړي.

هغه وویل ، "د پوځ سره زموږ په روژه کې ليده شوي، بيا دوه ورځې وړاندې مو ورسره يوه ناسته شوې. هغوي دا خبره په ډاګه کړې چې موږ په فاټا اصلاحاتو کې خنډ نه يو، هغوي وايي چې قبايل څه غواړي موږ ورته تيار يو. دا د قادربلوڅ ذاتي پاليسي ده او مياصېب هم نه غواړي چې دا اصلاحات عملي شي"

د قبايلي سيمو د سياسي ګوندونو د اتحاديې ‘آل فارټا سياسي اتحاد‘ يو مشر نثار مومند وايي چې په قامي بهير کې د راوستلو مطلب هم دا دی چې په اصلاحاتي راپور کې کومې سپارښتنې وې هغه عملي شي او قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې ګډې شي ځکه چې کوم راپور اصلاحاتي کميټۍ جوړ کړی وو په هغې کې له ۷۵ فيصده زياتو خلکو غوښتنه کړې وه چې قبايلي سيمې دې ژر تر ژره په خېبرپښتونخوا کې ضم کړې شي.

نثارمومند زياتوي چې د پوځ په اړه داسې بيان ورکول په اصل کې غلط فهمي پېدا کول دي ځکه که هغوي نه غوښتلی نو د قامي بهير خبره ولې کوله؟

نثار مومند وویل ، "اصلاحاتي راپور کې خو ليکل شوي هم دا دي چې فاټا دې قامي بهير ته راوستل شي. په دغه راپور کې دا هم دي چې لس کاله کوم خصوصي پېکج کېښودل شوی دی هغه د پرمختيايي کارونو لپاره دی، هغه پېسې بل ځای کې نه شي لګېدلی. بلکې زه وايم چې قامي بهير کې د راوستلو مطلب هم دا دی چې دا په خېبرپښتونخوا کې ګډې کړی شي او عملي شکل ورته ورکړی شي"

د واکمن ګوند مسلم ليګ ن د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محمدنذير خان بيا وايي چې دا وخت نولس پارليماني استازي له قبايلي سيمو موجود دي څوک چې په خپله هم لا يوه خُله نه دي خو که اصلاحات عملي شي نو دا په اصل کې د ولس په ګټه ده.

د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت په اړه نه یوازې له تېرو څو میاشتو راهسې تاوده بحثونه ، غونډې او احتجاجونه شوي بلکې سیاسي ګوندونه هم په دې اړه بېل بېل نظرونه لري.

د قبایلي سیمو یو شمېر ځايي مشران او ځینې سیاسي ګوندونه غواړي چې قبایلي سیمو دې ژر تر ژره په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شی.

دوي وايي ، په قبایلي سیمو کې دې هم د نور پاکستان غوندې قانون عملي شي او د هغو سیمو خلکو ته دې د نور پاکستان د ولس غوندې حقونه ورکړل شي.

خو یو شمېر ځايي مشران او ځینې سیاسي او مذهبي ګوندونه بیا غوښتنه کوي چې د قبایلي سیمو پر ولس د دوي په وینا ، د اسلام اباد د پرېکړو تپل نه مني.

دوي وايي ، په قبایلي سیمو کې چې هر ډول آییني او انتظامي بدلون راوستل کېږي د هغه په اړه دې د یادو سیمو له ولس څخه رایه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG