د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان پر فاټا اصلاحاتو د احتجاج دهړکه ورکړه


د تحریک انصاف مشر عمران خان
د تحریک انصاف مشر عمران خان

تحریک انصاف په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال د قبايلي سیمو د اصلاحاتو نه عملي کولو پرضد د احتجاج دهړکه ورکړې ده.

د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې د خالي په ورځ د پاکستان تحريک انصاف له خوا د قبايلي ځوانانو دستوره رابلل شوې وه چې پکې د قبايلي ځوانانو ترڅنګ د ګوند غړو او مشرانو ګډون درلود.

دغه دستورې ته په خپله وينا کې د ګوند مشر عمران خان وويل چې مرکزي حکومت که د ګل د ورځې پورې د قبايلي سيمو د اصلاحاتو په اړه کومه پرېکړه ونه کړه نو بيا به دوي قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې د ګډولو لپاره احتجاج پېلوي.

هغه وویل ، "که داسې ونه شو نو بيا به د خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمې ولس اسلام اباد ته راغواړو او غوښتنه به کوو چې دا د دوي حق دی. د قبايلي سيمي ولس چې کوم ظلمونه زغملي دا د دوي حق دی چې د خېبرپښتونخوا برخه جوړه شي. دا هر څه قامي اسمبلۍ منلي دي صرف د مولانا فضل الرحمان او محمودخان اڅکزی له وجې وړاندې نه ځي"

د تحریک انصاف غونډه
د تحریک انصاف غونډه

دې دستورې ته په وينا کې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی پروېزخټک وويل چې هغه درې خطونه مرکزي حکومت ته لېږلي چې کومه پرېکړه د قبايلي سيمو په اړه شوې هغه دې عملي کړي ځکه چې که د ۲۰۱۸م د ټاکنو نه وړاندې کومه پرېکړه ونه شوه نو بيا به تر ۲۰۲۳م د ټاکنو انتظار کول وي.

نوموړي وویل ، "ستاسو په قبايلي سيمو کې زموږ د تعليم څانګه د ودانيو څانګه ټولې موجود دي، يواځې موږ ته عدالتي نظام، پوليس او د ريونيو څانګه پکار ده. دا درې څيزونه کوم داسې ګران کار دی؟ چې کله د پوليسو مسله راغله نو د اېف سي کمانډر وويل چې زه ۱۵۰۰۰ د اېف سي روزل شوي ځوانان د پوليسو لپاره درکووم، نو دغه مسله هم ختمه شوه"

پروېزخټک پردې مهال د قبايلي سيمې د زر زده کوونکو لپاره لس زره روپۍ مياشت وظيفې ورکولو او غوره زده کوونکو ته هم د بېلا بېلو وظيفو ورکولو اعلان وکړو.

د غونډې بل اړه
د غونډې بل اړه

په دستوره کې موجود د قبايلي سيمو د ځوانانو د جرګې يو غړي شوکت عزيز د وزيراعلی له خوا د قبايلي سيمو د ځوانانو لپاره د شوي اعلانونو ستاينه وکړه خو نوموړی وايي چې ټولټاکنو ته وخت کم دی او يواځې دستورې کول به وخت ضايع کول وي، اوس بايد عملي ګامونه پورته کړی شي او پر حکومت زور راوړل شي.

د شوکت په وينا چې دوي سره عمران خان لوظ کړی وو چې د اسلام اباد په ډي چوک کې به د قبايلي سيمو د اصلاحاتو عملي کولو لپاره دهرنا ورکوي خو لا هم دغه لوظ نه دی پوره شوی او که هر يو څوک د قبايلي سيمې د ښه راتلونکي لپاره راووځي نو دوي به يې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG