د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فضل الرحمن او اڅکزي خلاف عدالت ته ځو'


اسلام اباد - د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو دوو استازو ویلي چې د اصلاحاتو پر موضوع د جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دریځونو پر ضد سپریم کورټ ته تلل غواړي.

دوی دا خبره پر داسې وخت کړې چې د اکتوبر پر نهمه یو شمېر ګوندونو د اصلاحاتو د عملي کولو په موخه په اسلام اباد کې احتجاج کړی.

په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي ساجد حسین توري د ګل پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دواړه ګوندونه د قبایلي سیمو د اصلاحاتو پر موضوع له خپل دریځ سره د هغو سیمو اوسنی اییني حیثیت هم لانجمنوي نو ځکه یې پر ضد مقدمه چلول غواړي.

​توري تور پورې کړ چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمیعت علمای اسلام (ف) هېواد او ملي ادارو ته زیان رسوي نو ځکه سپریم کورټ او حکومت دواړو ته په کار دي چې د دې ګوندونو د څرګندونو نوټس واخلي:

((موږ وایو چې که ځېنې خلک دا کوشش کوي – که هغه هر څوک وي – او [د قبایلي سیمو اصلاحات] متنازع کوي نو صفا مطلب یې دا دی چې د ریاست خلاف خبرې کوي او خپل ملک ته زیان رسوي. دوی چې دا وايي چې [قبایلي سیمې] متنازع دي نو په کوم حیثیت دا خبره کوي؟ په کار ده چې سپریم کورټ او حکومت د دوی پر ضد کارروايي وکړي او که کارروايي و نه کړي نو کېدای شي چې موږ خپله د دوی پر ضد سپریم کورټ ته ولاړ شو.))

حاجي شاه جي ګل اپرېدی
حاجي شاه جي ګل اپرېدی

د اکتوبر پر پینځمه، د پاکستان پارلېمان مخې ته د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په عملي کولو کې د ځنډ پر ضد ځېنو پارلېماني استازو احتجاجي ناسته کړې وه. په دوی کې په قامي اسمبلۍ کې د خیبر استازي حاجي شاه جي ګل هم د ساجد حسین توري څرګندونو ته ورته خبرې کړې وې او ګواښ یې کړی وو چې د جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر ضد به د عدالت ور وټکوي.

د دواړو ګوندونو مشران د توري او اپریدي څرګندونې او تورونه ردوي.

حافظ حمدالله د جمعیت العماء اسلام د لاریون مشري کوي
حافظ حمدالله د جمعیت العماء اسلام د لاریون مشري کوي

د جمیعت علمای اسلام (ف) یو مشر او سېنېټر حافظ حمد الله وايي، دا ناسمه ده چې دوی قبایلي سیمې لانجمنې ګڼي. دی وايي، د دوی دریځ دا دی چې د قبایلو د راتلونکې پرېکړه باید د هغې سیمې خپل ولس وکړي.

دی وايي، که ولس پرېکړه وکړي چې قبایلي سیمې جلا صوبه وي نو بیا که ((افغانستان دعوه کوي نو د فاټا ولس به خپله بیا ولاړ وي)) او د خپلې پرېکړې د دفاع لپاره به مبارزه وکړي خو ((که قبایلي ولس په خیبر پښتونخوا ورګډېږي نو بیا زړه شخړه به رامخې ته شي)) او که داسې کېږي نو هغه ستونزې به له خیبر پښتونخوا واخله تر ټول هېواده غځېږي.

افغانستان د قبایلي سیمو د اصلاحاتي بهیر په اړه تر اوسه هېڅ رسمي دریځ یا غبرګون نه دی ښودلی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر محمد عثمان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر محمد عثمان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان کاکړ وايي، د دوی ګوند پر خپل ((اصولي دریځ)) ولاړ دی ځکه چې د قبایلي سیمو ولس هغه اصلاحات نه غواړي چې د هغوی ځېنې پارلېماني استازي یې دعوه کوي:

((د ټولې فاټا دا موقف دی چې اصلاحات د دې لپاره ول چې په هغه سیمه کې دې د اېف سي ار قانون ختم شي، د پولېټیکل انتظامیې اختیار ختم کړئ، نوم ورکړئ، ورته [مالي] پیکېج ورکړئ، امن راولئ، [بې کوره شوي] خپلو کورونو ته بوځئ، هغوی ته د [ړنګو] کورونو تاوانونه ورکړئ. د فاټا ولس په خیبر پښتونخوا کې شاملېدل نه غواړي.))

په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو دوو استازو – ساجد حسین توري او حاجي شاه جي ګل – پر جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قبایلي سیمو د ((اوسني حیثیت لانجمنولو)) تور پورې کړی، خو په پارلېمان کې د قبایلو خپل استازي هم د اصلاحاتو پر موضوع او د دې د عملي کولو پر مېکانزم یوه خوله نه دي.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محمد نذیر خان د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي ول چې په پارلېمان کې د قبایلو ټول ۱۹ استازي د اصلاحاتو په اړه بېلا بېل نظرونه لري او سره وېشلي دي. ده زیاته کړه چې په بیا بیا یې پارلېماني استازو ته ویلي چې لومړی دې سره یوه خوله شي او بیا دې د اصلاحاتو غوښتنه وکړي.

د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پر قبایلو دې له اسلام اباده هېڅ امر یا پرېکړه نه تپل کېږي او ریاست دې هغوی ته د خپل برخلیک د ټاکلو واک ورکړي.

هلته یو شمېر پارلېماني استازي او د عوامي نیشنل ګوند په ګډون یو شمېر سیاسي ګوندونه او ډلې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ له وفاقي حکومته غواړي چې قبایل دې سمدستي په پښتونخوا ورګډ کړي. خو وفاقي حکومت ویلي، د قبایلي سیمو په ((قامي بهیر د ورګډولو)) سلسله به تر پینځو کلونو وخت ونیسي.

قبایل اصلاحات: له خیبره قافله اسلام اباد ته روانه شوې

اسلام اباد کې د فاټا استازو احتجاج دوام لري

اسلام اباد کې د قبایلي اصلاحاتو په اړه احتجاج کېږي

XS
SM
MD
LG