د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د قبایلو ښځې، نر دې خپله راتلونکې وټاکي


اسلام اباد- محمود خان اڅکزي د یکشنبې/ اتوار پر ماسپښين په اسلام اباد کې د خپل پلار او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنسټښود خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۴۳م تلین غونډې ته په وینا کې وویل، د قبایلي سیمو نظام بدلولو لپاره دوه وړاندیزونه لري.

یو یې په قبایلو کې جمهوري نظام عملي کول دي او بل قبایل د پاکستان جمهوري نظام برخه ګرځول دي:

''د هرې اېجنسۍ هر تن ته د ووټ حق ورکړئ، یعنې هر سړی او هره ښځه به یو ووټ ورکوي، او بیا د دې پر بنسټ د هرې اېجنسۍ یو منتخب کونسل یا هرڅه چې ورته وایاست، هغه جوړ کړئ او د هغې سېکرټر یا پولیټیکل اېجنټ فیصلې به منتخب کونسل کوي. پولېټيکل اېجنټ به پاکستان ته وايي چې باجوړ دا فیصله کړې او اورکزیو دا کړې. بل که تاسې غواړئ چې قبایل د پاکستان جمهوري نظام برخه کړئ نو د دې لار دا ده چې قبایلي سیمې دې خپل ګورنر انتخاب کړي، هغه به [د قبایلو په استازیتوب] له پاکستاني ولسمشر سره مذاکرات کوي.''

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قامي اسمبلۍ غړی عبدالقهار ودان تر دغه غونډې وروسته د قبایلي سیمو د اییني بدلون په اړه د محمود خان اڅکزي د خبرو نور سپیناوی وکړ.

د قبایلو اصلاحات د ولس په خوښه په کار دي: ودان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه د حکومتي کمېټۍ پر رپورټ او سپارښتنو نیوکې وکړې او ویې ویل چې په هغه رپورټ کې ځېنې جملې بې طرفه نه وې:

''په هغه رپورټ کې یوه خطرناکه خبره ده. د رپورټ په پیل کې راغلي چې په قبایلي سیمو کې بغاوت کېده. دا جمله بې طرفه نه ده بلکې د یوه لوري، [یوه طرف ښکارندويي کوي]. د څه شي بغاوت؟ چېچن، ازبک، یوغور او نور دا د قبایلو خلکو هغو سیمو ته وروستي؟ د قبایلو خلک ناست دي، تاسې قسم ورکړئ او پوښتنه ترې وکړئ چې چېچنیا چېرې ده، ورته پته نشته! تاسې خپله دا بلاګانې هلته وروستې دي. نو که د قبایلو ولس غواړي چې خپله صوبه جوړه کړي نو بسم الله، صوبه ورکړئ، که په خیبر پښتونخوا ورګډېدل غواړي، هغه کار وکړئ."

د قبایلو ټولو وګړو ته د هغوی جمهوري حقونه ورکړئ: اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

د قبایلو اییني حثیت بدلون په اړه د پاکستان وفاقي حکومت له خوا د وزیر اعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز په مشرۍ اصلاحاتو کمېټۍ په خپل رپوټ کې ویلي چې د فاټا لپاره د یوې ځانګړي صوبې او یا یو ځانګړي کونسل جوړېدو بدلون هم کېدلی شي خو د ولس اکثریتي رایه په خیبر پښتونخوا کې ورګډېدل غواړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوندد مشر محمود خان اڅکزي وویل، د افغانستان – پاکستان پر اړیکو په خپله وینا کې وویل، چې ترڅو اسلام اباد له کابل سره خپلې اړیکي نه وي ښه کړي نو تر هغو نه پاکستان او نه دا ټوله سیمه د سوکالۍ او پرمختګ پر لوري تللی شي.

XS
SM
MD
LG