د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا به ژر د خېبر پښتونخوا برخه شي. اسفنديار


د کراچۍ ښار په دغه جلسه کې اسفندیار خان دا غوښتنه هم وکړه چې احسان الله احسان په خپله د ډېرو حملو ذمه واري منلې ده، نو پکار ده چې هغه په ډاګه په دار وځړول شي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان شاوخوا لس کاله پس کراچۍ ته تللی او هلته يې يوې ولسي جلسې ته د وينا پرمهال د وزيراعظم نوازشريف ترڅنګ په هغه ټولو خلکو ټکونه وکړل چې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې د ګډېدو مرستيال نه دي.

د کراچۍ بنارس سيمې په وليکا مېدان کې عوامي نېشنل ګوند د اتوار په ورځ يوه جلسه کړې چې پکې د ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان ترڅنګ، مرکزي جنرل سېکرټري مياافتخارحسېن او صوبايي مشر سېنيټرشاهي سيد ګډون وکړو.

اسفنديار ولي خان په خپله وينا کې وويل چې وزيراعظم نوازشريف پر فاټا اصلاحاتو د خپل لوظ نه پر شا شوی ځکه خو چې حکومتي کمېټۍ کله د قبايلي سيمو په اړه راپور جمع کړو نو دوي دعوې کولې چې ژر به فاټا په خېبرپښتونخوا کې ګډه کړل شي خو اوس يواځې د دوه کسانو د خوشحالولو په غرض حکومت خپل لوظ نه پوره کوي.

((مياصېب دغه کمېټي تاسو جوړه کړې وه موږ نه، د دغه کمېټۍ راپور کابينې ته وړاندې کړی شو او دغه سپارښتنې کابينې منظورې هم کړې. تاسو ويلي وو چې د بجټ د غونډې نه وړاندې به د قامي اسمبلۍ او سينيټ خصوصي غونډې رابلل کېږي او هلته به هغه اييني بدلون وړاندې کولی شي چې ترمخه به يې قبايلي سيمې د خېبر پښتونخوا برخه وګرځول شي، خو افسوس چې ميا صېب هغه لوظ هم پوره نه کړو.))

اسفنديار ولي خان پر مولانا فضل الرحمان او محمودخان اڅکزی هم ټکونه وکړل چې د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د شاملېدو لپاره د یوې ټولپوښتنې (ریفرېنډم) غوښتونکي دي.

نوموړي د خېبرپښتونخوا په صوبايي حکومت هم نيوکې وکړې او ويې ويل چې د پاک چين اقتصادي راهدارۍ په اړه صوبايي حکومت دوه ځايه تقسيم دی ځکه خو اعلاوزير وايي چې هغه مطمين دی خو د صوبايي اسمبلۍ سپيکر اسدقېصر هم په دې اړه عدالت کې درخواست جمع کړی دی.

اسفنديار ولي خان وويل چې په تېرو وختونو کې د دوي مشرانو ويلي وو چې په منطقه کې روان جنګ په اصل کې فساد وو او نن دا خبره هر چا ومنله نو ځکه نن دور کې د امن لپاره يوه لار ده چې د باچاخان د عدم تشدد لاره خپله کړی شي.

XS
SM
MD
LG