د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین له سوریې د خپلو پوځونو د وتلو اعلان وکړ


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه نا اعلان شوي سفر سوریې ته تللی دی.

ښاغلي پوتین د سوریې په «حمیمیم» هوايي اډه کې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل.

دواړه مشران د ښه راغلاست پر وخت سره ورغاړېوتل.

پوتین نن دوشنبه په ناببره توګه سوریې ته تر ورسېدو وروسته خپلو پوځیانو ته امر وکړ چې له دې هېواده وتل پیل کړي.

هغه وویل، ترورېستان‌یې مات کړي او که بیا سر پورته کړي، سخت به‌یې وځپي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ښاغلي پوتین زیاته کړه:

"په نړۍ کې د ترهګرو فعالیتونو ګواښ لا هم زیات دی، خو دلته په سوریه کې د وسله‌والو ډلو پرضد پراخ پوځي ماموریت ترسره شو او ستونزه حل شوه، خو که چېرته ترهګر بیا سر پورته کړي، داسې به‌یې وځپو چې تر اوسه به‌ یې نه‌ وي لیدلی. د دفاع وزیر او د جنرالانو مشر ته امر کوم چې خپلو اصلي مرکزونو ته د روسي پوځیانو استول پيل کړي."

پوتین که څه هم له سوریې د روسي عسکرو د وتلو امر وکړ، خو ویې‌ ویل چې د دوو دایمي پوځي اډو حمیم او تارتوس بنسټ‌ یې کېښود.

روسیه په هغه جګړه کښې چې پکښې د شااوخوا درې نیم لکه کسانو وژنه کره شوې او میلیونونه نور بې‌کوره شوي، د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کړی دی.

روسیې خپلې متحدې سوریې ته زیاتې پوځي مرستې ورکړي او په ګډه‌ یې عملیات ورسره مخته وړي.

د بشارالاسد رژیم هم اعلان کړی چې په جګړه کې یې بریا خپله کړې او د اسلامي دولت نومې یا داعش ډله‌یې هم په بشپړه توګه ځپلې ده.

د سوریې کورنۍ جګړه د ۲۰۱۱ میلادي کال په مارچ کې د دولت له‌خوا د مظاهره‌چیانو په ځپلو پیل شوه.

روسیې د ۲۰۱۵ میلادي کال په سپټمبر کې په سوریه کې پوځي ښکېلتیا د هوايي عملیاتو په ترسره کولو پیل کړه.

بشارالاسد یې د مخالفینو له لاسه وژغوره او د جګړې د بریا تله‌ یې د هغه په خوا وردرنه کړه.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG