د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن کلکته نايټ رايډرز او پنجاب کېنګز له یو بل سره سیالي لري


د سنرايزرز حيدراباد توپوهونکی د اپرېل پر ۲۵مه د رایل چیلېنجرز بنګلورخلاف توپ وهي.
د سنرايزرز حيدراباد توپوهونکی د اپرېل پر ۲۵مه د رایل چیلېنجرز بنګلورخلاف توپ وهي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې نن کلکته نايټ رايډرز او پنجاب کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د کلکتې په عدن باغونو (ایډن ګارډنز) کې د اپرېل ۲۶مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې د حيدراباد په راجيو ګاندي لوبغالي کې رایل چیلېنجرز بنګلور سنرایزرز حیدراباد لوبډلې ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه. رایل چیلېنجرز بنګلور لوبډلې لومړی بيټېنګ (توپوهنه) وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې يې د اووه لوبغاړو په زيان ۲۰۶ منډې وکړې.

د بنګلور لوبډلې ويرات کوهلي ۵۱ او رجت پټېدار ۵۰ منډې وکړې. د حيدراباد جیدېو اوندکټ درې او شهباز احمد دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې سنرايزرز حيدراباد په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۷۱ منډې وکړای شوې.

په حيدر اباد لوبډله کې شهباز احمد ۴۰ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو. بل خوا د بنګلور کرن شرما، سواپنيل سېنګ او کېمرون ګرين دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

د اپرېل پر ۲۷مه دلي کیپېټلز او ممبۍ انډيينز لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG