د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې جګړې ته پای موندلو هڅې


د دوشنبې ورځ د تورسمندرګي په ساحلي ښار سوچي کې د سوریې کړکېچ هواري لپاره د غونډې په څنګ کې روسي ولسمشر ولادمیر پوتین له خپل سوري (شامي)سیال بشارالاسد سرهلیدلي دي. دواړه هېوادونه د سوري مخالفینو ځپلو لپاره ګډ عملیات کوي خو اوس د روانې جګړې ختمولو او او د سیاسي هواري په لټه کې دي.

ولسمشر پوتین په هغه ناسته کې چې روسي ټېلیویژن خپره کړه بشارالاسد ته وویل چې اوس سیاسي خبرې مهمې دي او جګړه په پای ته په رسېدو ده. " هغه [ د سوریې ولسمشر بشاراسد] پوهیږي او له ما یې په خبرو کې هم مننه وکړه چې د روسیو ځواکونو په هڅو د سوریې دولت خوندي دی. په سوریه کې د ثبات راوستلو لپاره ډېر څه شوي او هیله ده نېږدې راتلونکي کې موږ په سوریه کې د ترهګرۍ ضد جګړې ته پای ومومو."

په حلب کې د ډرون فلمبندي پراخ ویجاړی ښيي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

پوتین او اسد تېر وار په مسکو کې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په شلمه یواځې تر هغه څو اوونۍ وروسته وکتل چې روسيو پوځیانو په سوریه کې عملیات پيل کړل. هغه وخت سوري ځواکونه د مخالفینو په ځپلو کې کمزوري ول.

د روسیې پوځي عملیاتو په خاصه توګه هوايي بمباریو په نتیجه کې د سوریې د کورنۍ جګړې د ګټلو تله د بشاراسد په خوا درنه شوه.

بشاراسد هم ویلي، په سوریه کې شرایط د سیاسي خبرو لپاره برابر شوي او په دغو خبرو کې د بهرنیو هېوادونو د نه مداخلې د یقیني کولو لپاره د روسیې همکاري اړینه ده.

بشاراسد د دې لپاره چې ځواکونه یې د روسيو پوځیانو په مټ د دولت په ساتلو بریالي شول له روسیې مننه وکړه.

تمه ده د دې خبرو په دوام سبا د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د ایران او ترکیې له مشرانو سره هم د سوریې د کړکیچ د هواري او سولې پر سر وکړي.

ولادمیر پوتین وویل دا خبرې به وروسته له لویدیځو مشرانو او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم مخ ته یوسي.

ترکیه د سوري رژیم له مخالفینو سره ولاړه ده خو ایران او روسیه بیا د سوري رژیم تر شا ولاړ دي. ایران د شییعه ملېشو او سپاه پاسداران په استولو په ځمکنیو عملیاتو کې د سوریې ملاتړلې ده خو د هوايي عملیاتو ډېر مسوولیت د روسيو ځواکونو پر غاړه دی.سوري ځواکونو تازه د البوکمال کلی هم چې د داعش یا اسلامی دولت ډلې وروستی پتڼځی بلل کېده د روسیې هوايي بمباریو په مټ ونیولو.

د سوريې په کورنۍ جګړه کې چې د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې پیل شوه د رپوټونو په اساس شاوخوا څلور لکه کسان وژل شوي او میلیونونه نور سوريایان بې کوره کړل شوي دي.

صفي الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG