د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد ته د مېټس له سفره د کابل هیلې


کابل هیله لري چې پاکستان ته د امریکا دفاع وزیر سفر به اسلام‎اباد د ترهګرۍ له ملاتړه راوګرځوي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا هېوادونو لپاره د ډونالد ټرمپ د اعلان شوې ستراتېژۍ ۱۰۰ ورځې پوره شوې، خو پاکستان خپله د ترهګرۍ پاللو تګلاره لاهم نه ‎ده اړولې.

د اجرائيه ریاست د وياند مرستیال، جاوید فیصل
د اجرائيه ریاست د وياند مرستیال، جاوید فیصل

د اجرائيه ریاست د وياند مرستیال، جاوید فیصل په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"له بده مرغه چې پاکستان په خپله پالېسۍ کې هېڅ بدلون نه‎دی راوستی، دوی لاهم د خپلې بهرنۍ پالېسۍ د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره له ترهګرو ډلو په ګټې اخیستنې باور لري، دوی لاهم د ترهګرو ملاتړ کوي، زموږ تمه دا ده چې له پاکستان سره زیاتې خبرې او زیات کار وشي، څو هغوی تشویق شي او د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي او د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې له موږ او نړۍ سره شریک شي."

د راپورونو له مخې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس اسلام‎اباد ته رسېدلی او تمه ده چې نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳»​ به له پاکستاني چارواکو سره د ترورېزم پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

ښاغلي مټېس پاکستان ته د خپل سفر په درشل کې ويلي، لازمه نه‎ده چې پر هغه هېواد فشار راوړي، ولې تمه‌يې ښکاره کړه چې د ترورېزم سره په مبارزه کې پاکستان باید په خپلو ژمنو ودرېږي.

د ازمایل شویو ازمایل تېروتنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې، ښاغلي مټېس په تُنده لهجه ويلي وو، امریکا یو وار بیا په دې هڅه کې ده چې د هر ضروري اقدام د پورته کېدو نه وړاندې پاکستان سره پر هغوی د لګېدلو ادعاوو چې د ترورېستي ډلو ملاتړ کوي، خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي ځینو رسنیو ته ويلي، امریکا غواړي پر پاکستان فشار راوړي چې تر راتلونکي پسرلي پورې طالبان د افغان دولت سره خبرو ته کېنوي.

که څه هم په رسنیو کې د سپينې ماڼۍ د دې چارواکي نوم نه‎دی اخیستل شوی، خو له قوله‌يې ویل شوي چې د ډونالد ټرمپ له اعلان شوې ستراتېژۍ ۱۰۰ ورځې تېرېږي، خو پاکستان د ترورېزم سره په مبارزه کې هېڅ مثبت اقدام نه‎دی کړی.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صديقي وايي، که د امریکا د دفاع وزير په خپل دغه سفر کې له پاکستاني چارواکو سره په تُنده لهجه خبرې ونه‎کړي د ترورېزم پاللو په برخه کې د پاکستان په پالېسۍ کې بدلون نه‌راځي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صديقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صديقي

دی وايي:

"تر هغه وخته چې امریکا په ځانګړي ډول د امریکا د دفاع وزیر چې نن پاکستان ته ځي هغوی یعنې پاکستانیانو ته خبرداری ورنه‎کړي، زه فکر کوم چې د ازمایل شویو ازمایل تېروتنه ده. ځکه پاکستانیانو ټول عمر له امریکا او ملګرو يې باج اخیستی، خو له بده مرغه هېڅ وخت رښتینی نه‎دی پاتې شوی."

افغان حکومت وايي اسلام‌اباد لا هم د ترورېستي ډلو په کارونه باور لري.

که څه هم افغانستان او یو شمېر امریکايي مسؤلینو بیا بیا پاکستان په سیمه کې د ترورېزم ملاتړی هېواد بللی، خو پاکستاني چارواکو تل دا ادعا رد کړې او ویلي چې دوی د ترورېستانو په وړاندې پوځي عملیات کړي دي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، پاکستان لا هم له ترورېزم ملاتړ کوي او د نوموړي هېواد دا کار د افغانستان، امریکا او سیمې د اندېښنې لامل ګرځېدلی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG