د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ښايي د امریکا نوې تګلاره پر پاکستان فشار واچوي'


د پاکستان خارجه وزارت وایي چې مطبوعاتو کې پر معاملاتو د بحث پرځای امریکا له د دواړو ملکونو ترمینځه موجود د رابطو له لارې خبرې اترې پکار دي.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا د امریکا لخوا د وسله والو پرضد د نورو اقداماتو اوچتولو او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د پاکستان پرضد سخت ګامونه پورته کولو په اړه د یو سوال په جواب کې وینا وه چې پاکستان د دواړو ملکونو ترمنځ موجود د رابطو له لارې خبرو ته لومړتیوترجیح ورکوي.

''کله چې د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا نوې پالیسي مخې ته راشي نو بیا به موږ د خپل حتمي نظر ورکولو جوګه شو. تاسو چې په خپل سوال کې د کومې خبرې ذکر وکړو نو دا د غلط فهمي په بنیاد د مطبوعاتو د پروپیګنډې له لارې جوړه کړل شوې ده. ما هم په دې مخصوص موضوع څو ځلې خپل نظر شریک کړی دی خو د غلط فهمیو لیرېکولو لپاره پاکستان د مطبوعاتو پرځای د دواړو ملکونو ترمینځه موجود د باقاعده رابطو له لارې په دې معاملو خبرې اترې کول غواړي.''

د امریکا لخوا د وسله والو ډلو او بیا د حقاني ډلې پرضد د کاروایې په اړه د نورو اقداماتو اوچتولو غوښتنه کیږي خو پاکستان بیا بیا دا ویلي چې د ټولو وسله والو پرضد بې له توپیره پوځي عملیات کوي.

په دې ورستیو کې د امریکا له یوې راډیو سره په خبرو کې د امریکا قامي سلامتیا مشیر جنرل مکماسټر د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په حواله ویلي وو چې پاکستان دې د وسله والو د ملاتړ پالیسي بدله کړي ځکه چې له دې یې خپل ملک ته نقصان رسېدلی دی.

ده دا هم ویلي وو چې پاکستان د وسله والو پرضد سخت جنګ کړی خو دا یې د مخصوصه ډلو پرضد کړی دی.

د بهرنیو چارو کار پوه او پخوانۍ سفیر رستم شاه مهمند وایي چې امریکا کې مطبوعات ازاد دي او خپل نظر لري خو د مطبوعاتو خبرې د امریکا پالیسي نه ده.

د ده په وینا کېدای شي چې د امریکا نوې پالیسۍ په لړ کې پر پاکستان فشار وي.

"پاکستان له پکار دي چې امریکا ته سپینه خبره وکړي چې څومره حقاني شبکه په افغانستان کې ده نو دلته خو یې یوڅو کسان دي چې نه د هغوی اډې شته او نه جنګ کوي او نه ورله پاکستان پناه ورکړې ده نو باید چې د دې عمومي جنګ ختمولو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړل شي.''

د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال شمیم شاهد وایي چې بهر ملکونو کې د پاکستان پرضد نظر بدلولو لپاره پکار ده چې پاکستان په خارجه پالیسۍ نظرثاني وکړي.

“پاکستان دې خپله خارجه پالیسي داسې جوړه کړي چې په هغه کې له ټولې نړۍ او ګاونډيو هېوادونو سره اړیکې ښه شي. بل د ترهګرۍ پرضد د پاکستان پالیسي خوندوره نه ده او په پاکستان باندې ډېر زیات ټکونه هم کېږي نو که پاکستان خپله پالیسي سمه کړي نو هله به منفي تبلیغات ختمېږي.”

تیره میاشت د پاکستان پوځ مشر هم د افغانستان لپاره د امریکا او نړیوالو ځواکونو له قومندان سره په ملاقات کې په افغانستان او امریکا کې د ځینو عناصرو لخوا پر پاکستان د تورونو په لګولو خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه دا هم ویلي وو دا اتفاق نه شې کېدلی چې تورونه په داسې وخت لګول کېږي چې په امریکا کې د پاکستان په اړه د پالیسې جاج اخېستل کېږي.

XS
SM
MD
LG