د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېټس د ترهګرۍ ضد خبرو لپاره پاکستان ته ولاړ


د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټس اسلام‎اباد ته رسیدلی او تمه ده چې له پاکستانيو چارواکو سره به د ترهګرۍ پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحدایالاتو د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته امریکايي چارواکیو بیا بیا ویلي چې پاکستان باید د هغو ډلو پروړاندې جدي اقدام وکړي چې په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونه کوي.

مېټس اسلام‎ آباد ته له روانېدو مخکې په یکشنبه په کویټ کې خبریالانو ته وویل چې له پاکستانيو مشرانو څخه يې اورېدلي چې د ترهګرۍ ملاتړ نه ‎کوي خو نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې زور راوړ چې پاکستان باید دا ژمنه په خپلو تګلارو کې جوته کړي.

هغه وویل چې امریکا له پاکستان سره د دې ستونزې هوارولو ‎لپاره ګډ کار غواړي او زیاته یې کړه چې واشنګټن له اسلام اباد سره د نېکو اړیکو ټینګولو او همکارۍ ته لېوالتیا لري، خو په عین حال کې ده زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ پر دې خبره ټینګارکوي چې باید په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو پرضد کوټلي ګامونه واخېستل شي.

مټېس به نن په اسلام‎اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې په ډاګه ووايي چې امریکا په دې برخه کې جدي ده.

له مېټسه پوښتنه وشوه چې ایا دی پاکستان ته د دې لپاره ورغلی چې پر دې هېواد فشار راوړي، نو ده په ځواب کې وویل چې د ده د کار تګلاره داسې نه ‎ده بلکې دی باور لري چې په دې برخه کې باید جدي کار وشي.

مېټس دا خوشبینانه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په واشنګټن کې عمومي نظر دا دی چې پاکستان د طالبانو او د حقاني شبکې د وسله‎والو پرضد کافي اقدامات نه‎ دي کړي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان نیکلسن تېره اوونۍ وویل چې د افراطي ډلو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان په چلند کې بدلون نه‎ دی راغلی.

د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان نیکلسن
د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان نیکلسن

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په تېر اکتوبر میاشت کې واشنګټن ته د سفر پر مهال وویل، هېواد یې لېوال دی چې د ټرمپ له ادارې سره همکاري وکړي، خو ده زیاته کړه چې پاکستان د امریکا له مرستې پرته د ترورېستانو ځالې ورانې کړي.

XS
SM
MD
LG