د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي ځایناستی: په ترهګرو تر نابودلو پسې یم


د سعودي عربستان ځایناستي او دفاع وزیر محمد بن سلمان په ریاض کې د ترهګرۍ ضد اسلامي اتحاد په غونډه کې وویل چې ترهګري په تېرو څو کلونو کې په ټولو اسلامي هېوادونو کې شتون لري خو پرضد یې کلکه همغږي نه‌ شته.

هغه د یادې غونډې په پرانیستونکې وینا کې ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره د دولتونو چارواکي له یو بل سره ښه همغږي ولري.

د سعودي عربستان ولیعهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان

دی وايي:

"په تېرو کلونو کې زموږ ستاسې ټولو هېوادونو کې ترهګري​ فعاله وه. اکثر ترهګرو سازمانونه په څو هېوادونو کې فعاله دي، خو پروړاندې یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ قوي او ځانګړې همغږي نه‌ شته او دا هغه څه دي چې نن پای ته رسېږي ځکه موږ دا اتحاد لرو. څه باندې ۴۰ اسلامي هېوادونه نن یو کلک پیغام ورکوي چې یوځای کار کوي او د یو بل د فعالیتونو د ملاتړ لپاره هڅې همغږې کوي."

د ترهګري پرضد د اسلامي هېوادونو د اتحاد لومړنۍ غونډه په ریاض کې د اسلامي هېوادونو دفاع وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون وشوه چې پکې څه باندې ۴۰ هېوادونو برخه اخېستې ده.

دا ائتلاف د تندلارو ډلو د تاوتریخوالو ختمولو لپاره یو غونډ-اسلامي [پان-اسلامیک] بهیر بلل کېږي.

د ترهګرۍ ضد ټلواله په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د محمد بن سلمان تر څار لاندې اعلان شو او اکثر غړي یې هغه هېوادونه دي چې اکثریت په‌کې سُني مذهبه اوسېږي.

له ترورېزم سره د مبارزې په وړاندې باید د دولتونو چارواکي له یو بل سره ښه همغږي ولري.

د سعودي عربستان دایمي سیال شیعه ایران او دوه ملګري يې سوریه او عراق په دغه ائتلاف کې نه‌دي شامل.

پرون د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۵» په ریاض کې غونډه په داسې حال کې وشوه چې د سوریې او یمن د جګړو او د لبنان د سیاسي ستونزو په سبب د ریاض او تهران اړیکې لا پسې خړې پړې شوې دي.

سعودي عربستان تور پورې کوي چې ایران د حزب‌الله او حوثيانو په شمول وسله‌والې ډلې په منځني ختیځ کې د ایران له لوري تمویلوي.

د ترهګرۍ ضد اسلامي هېوادونو ائتلاف لومړنۍ غونډه په داسې حال کې وشوه چې د ایران، سعودي عرب او امریکا د داعش پرضد په سوریه او عراق کې څو نړیوالې ډلې جګړې مخ ته وړي.

د ریاض د یکشنبې غونډه کې د افغانستان، مصر، متحده عرب اماراتو، بحرین، یوګانډا، سومالییا، موریتانيې، لبنان، لیبیا، یمن او ترکیې په شمول د څو اسلامي هېوادونو استازیو برخه اخیستې وه.

د دغه ائتلاف سرقومانداني متقاعد پاکستاني جنرال راحیل شریف ته ورکړل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG