د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي په مشرۍ ائتلاف یمن ته دوه بندرونه بېرته پرانیزي


د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف چې یمن ته‌یې د ننوتو پر لارو او بندرونو د محاصرې کړۍ ټینګه کړې ویلي چې له نن څخه د دغه هېواد یو عمده هوایي ډګر او د سره سمندرګي مهم بندر د بشري مرستو لپاره بېرته پرانیزي.

د ائتلاف له‌خوا په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي چې د پلازمېنې صنعا هوايي ډګر به د ملګرو ملتونو د الوتکو پر مخ پرانیستل شي او ساحلي بندر حدیده به هم د بشري عاجلو مرستو پر مخ پرانیستی وي.

ائتلاف دغه لارې دوه ورځې وروسته له هغې چې د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض د نومبر پر ۴ توغندي ویشتي و، بندې کړې وې.

ملګرو ملتونو ویلي چې پر یمن د دوو اوونیو راپدېخوا لګول شوي بندیزونه به په دې هېواد کې د زیانمن شويو خلکو د ژوند شرایط لا خراب کړي او هغوی به د کولرا او نورو ناروغیو د خپرېدو له پلوه زیانمنونکي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG