د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان او فاټا لپاره علامه اقبال اوپن پوهنتون وړیا زده کړې پیلوي


په اسلام اباد کې د علامه اقبال اوپن یونیورسټۍ ویاند جاوید اختر د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان او فاټا د پېغلو او ځوانانو لپاره د دوی پوهنتون د وړیا زده کړو پروګرام پیلوي.

د نوموړي په وینا د ۲۰۱۸ م کال د اپریل په میاشت کې به دا لړۍ شروع شي او د نهم او لسم ټولګیو (کلاسونو) لپاره به د زده کونکیو داخلې پیل شی.

جاوید اختر زیاته کړه د فاټا او بلوچستان پېغلې او ځوانان له دې فرصته ګټه پورته کولی شي او دوی به ورته وړیا کتابونه او تدریسي مواد هم ورکوي.

د نوموړي په وینا له زده کونکیو به د داخلې، ټیوشن او امتحان فیس هم نه اخېستل کېږي.

علامه اقبال اوپن یونیورسټۍ د انټرنیټ او ډاکخانې له لارې د لیرې واټن زده کونکیو ته تعلیمي سهولتونه برابروي.

د قبایلو ځوانان وايي، دوی هیله لري چې د یاد پوهنتون دغه اعلان عملي هم شي.

خو په فاټا سکرټریټ کې د تعلیم څانګې مرستیال ډایریکټر ازاد خان وايي د فاټا لپاره هر ګام دې د دوی له ادارې سره په هماهنګۍ پورته کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG