د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیصل: د جنرل باجوه له سفره ډېره تمه نه لرو


د افغانستان اجرايه رياست يو وياند، جاويد فیصل
د افغانستان اجرايه رياست يو وياند، جاويد فیصل

د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړپوړو چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزي او امنيتي چارو بحث کوي. د افغانستان لپاره د امريکې د نوې ستراتيژۍ تر اعلان وروسته، کابل ته دا د کوم لوړپوړي پاکستاني چارواکي لومړی سفر دی.

افغان چارواکي وايي کابل ته د پاکستاني پوځ مشر، جنرل قمر جايد باجوه سفر بايد يوازې د ژمنو تر حده پاتې نه شي بلکې د ترهګرۍ ختمولو لپاره عملي ګامونه واخيستل شي. د افغانستان اجرايه رياست يو وياند، جاوېد فېصل نن مشال رېډيو ته وويل چې دوی غواړي د سيمې لپاره د امريکې تر نوې ستراتيژۍ وروسته، پاکستان د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه: ((تېرو تجربو ته په کتنې سره موږ ډېره تمه نه لرو چې پاکستان به په خپلو خبرو عمل وکړي خو د امريکې تر نوې ستراتيژۍ وروسته نوې موقعې پيدا شوي نو پکار ده چې اسلام اباد له دې ګټه واخلي او د ترهګرۍ پر ضد سم کار وکړي.))

پاکستان دريځ لري چې د ترهګرۍ سره جګړه کې له اخلاصه کار کوي او په دې لار کې يې په زرګونو پوځيان او عام خلک وژل شوي دي

د امريکې ولسمشر ډونلد ټرمپ د اګست په يوویشتم تاريخ د افغانستان په اړه خپلې ستراتيژۍ اعلانولو پر مهال پر پاکستان نيوکې وکړي چې وسله والو ډلو ته يې خوندي ځايونه ورکړي دي. اسلام اباد دا تورونه ردوي او وايي دې ستراتيژۍ د دوی قربانې هېرې کړې نو ځکه مايوسه شوي دي.

افغان چارواکي وايي که پاکستان د ترهګرۍ ختمولو لپاره له اخلاصه کار کول غواړي نو طالبان دې د سولې مذاکراتو ته حاضر کړي. جاويد فيصل وايي دې لړ کې ورسره پاکستاني چارواکو پخوا هم ډېرې وعدې کړې خو دا ځل بايد پرې عمل وکړي.

((دا د پاکستان او افغانستان دواړو په خير ده. اسلام اباد بايد پر طالبانو زور راوړي چې مذاکرات وکړي خو که داسې نه کوي. لږ تر لږه دې يې له ملاتړه لاس واخلي.))

پاکستان پر طالبانو د پوره کنټرول خبره نه مني. جنرل قمر جاويد باجوه په داسې حال کې د افغان چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په اړه خبرې کوي چې د ستمبر په شپږمه يې د پاکستان دفاع ورځې په لمانځنو کې وويل چې دوی د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بې شمېره قرباني ورکړي خو د افغانستان جګړه خپل هېواد ته نه شي وړلی.

XS
SM
MD
LG