د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د ترهګرۍ پرضد جګړه کې زموږ قربانۍ له پامه غورځول شوي


پاکستان د امریکا د ولسشمر ډونلډ ټرمپ له خوا د افغانستان او سيمې په اړه پر اعلان شوې ستراتيژۍ ناهيلې ښودلې او ويلي يې دي چې په دغه پالیسۍ کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې او د دې په مخنیوي کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځول شوي دي.

د سېشنبې پر ورځ ناوخته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره تر پاکستان زياتې هڅې د نړۍ بل هېڅ هېواد نه دې کړي او په دې لړ کې دغه هېواد تر ټولو زيات ځپل شوی دی.

اعلاميه زياتوي چې پاکستان خپله خاوره د هېڅ یوه هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي او امریکا باید په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي مرکزونو د ناسمې ادعا پرځای د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګډ کار ورسره وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امریکايي ستراتيژۍ داعلان پر وخت پاکستان ته خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې د وسله والو پټنځایونه او په سیمه کې د وسله والو ډلو ملاتړ ورته نور د زغملو وړ نه دی.

نوموړي ويلي وه چې امريکا پاکستان ته په اربونو ډالر ورکوي خو په عين حال کې دغه هېواد هغو ترهګرو ته پټنځايونه ورکوي چې امريکا ورسره جنګیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG