د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د مشال کېس دې له مردانه بلې سیمې ته ولېږدول شي"


په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار اقبال خان​ ویلي، اندېښنه لري چې ځینې "بااثره مخالیفین" به یې د زوی په کېس کې خنډ جوړ کړي، ځکه غواړي چې د هغه قانوني کاروايي دې له مردانه یوې بلې سیمې ته ولېږدول شي.

اقبال خان وايي، که یې قانوني سلاکار ورخوښه کړي، نو غوښتنه به وکړي چې د زوی کېس دې یې یې عدالت ته ولېږدول شي.

د پاکستان سبریم کورټ د مشال خان د وژنې کېس څېړلو لپاره یوه ۱۳ کسیزه "ګډه پلټونکې ډله" جوړه کړې وه چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې خپل رپوټ خپور کړ او پر مشال خان لګېدلي د مذهب سپکاوي تورونه یې رد کړل او ویې ویل چې د هغه د وژنې پلان یوه میاشت مخکې جوړ شوی وو.

د مشال پلار اقبال خان د دې رپوټ هرکلی وکړ، خو ورسره یې وغوښتل چې د عبدالولي خان پوهنتون هغه چارواکي دې هم ونیول شي چې د زوی په وژنه کې یې لاس درلود.

د مشال پلار اقبال خان
د مشال پلار اقبال خان

د مشال خان وژنې په پېښه کې ۶۰ کسان تورن وو چې په هغو کې ۵۷ تنه نیول شوي او دا مهال د مردان په زندان کې بندیان دي او پاتې درې لا هم ورک دي او پولیس ورپسې پلټنه کوي.

په نيول شویو کسانو کې ۱۲ د پوهنتون مامورین، یو استاد او ۴۳ د پوهنتون محصلین شامل دي. په دوی کې اتو تنو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د ګډې پلټونکې ډلې په رپوټ کې سپارښتنه شوې چې د مشال په وژنه کې د لاس لرونکو کسانو پر ضد دې قانوني چلند وشي څو په راتلونکي کې څوک داسې ګام وانه‎خلي.

د مشال پلار په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې د ده کورنۍ دې وساتل شي، ځکه چې وایي، لوڼې یې د ورور تر مرګ وروسته ځانونه خوندي نه احساسوي او پوهنتون ته نه‎شي تللای.

اقبال زیاتوي:

"ما خپل زوی پوهنتون ته لېږلی وو چې تعلیم به وکړي، خو موږ د ده مړی ترلاسه کړ. موږ غوښتنه کوو هغه نجونو او هلکانو ته دې تحفظ ورکړل شي چې په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده‎کړې کوي، ځکه تر تعلیم لومړی د دوی ژوند مهم دی."

ټاکل شوې چې د پاکستان ستره محکمه راتلونکې اوونۍ د مشال خان د وژنې په قضیه کې پرېکړه صادره کړي او هغو کسانو ته سزا واوروي چې دده په وژنه کې یې مستقیم لاس درلود.

رپوټ: بارکوال میاخېل

XS
SM
MD
LG