د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د لوګر علماوو شورا مرستیال "مفتي عبدالغفور" ووژل شو


د لوګر ولایت چارواکي وايي چې نن د دوشنبې ورځې سهار مهال د یاد ولایت د علماوو شورا مرستیال مولوي مفتي عبدالغفور هغه مهال د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو چې له کوره د سهار لمانځه لپاره جومات ته روان وو.

د لوګر والي حلیم فدايي ازادي راډیو سره د پيښې د تائید تر څنګ وویل چې افغان ځواکونو د پيښې په تړاو پلټنې پیل کړي، تر څو عاملین يې پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د لوګر والي زیاته کړه، وسله والو د افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، نو غواړي د علماوو او ملکي وګړو د وژنې له لارې په خلکو کې ویره خوره کړي.

د لوګر والي حلیم فدايي
د لوګر والي حلیم فدايي

یادې دي وي چې د تېرې جمعې په ورځ هم د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د واده په یو موټر پسې د چاودنې له کبله ۱۱ تنه ملکیان چې پنځه ښځې، پنځه ماشوم او یو مشرکس په کې وو، وژل شوي وو.

بل خوا نن له غرمې مخکې د پکتیا د مرکز ګردیز د نوي ښارګوټي کې پر یو کور د هاون ګولې لګیدلي چې د کورنۍ دوه تنه يې وژلي او یو تن په کې ټپي شوی دی.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ یوه مېرمن او یوه ماشومه وژل شوې او یو بل ماشوم يې ټپي شوی دی.

د پکتیا امنیه قوماندان زیاته کړه، د دوی څېړنو ښودلې چې توغندی د احمدابا ولسوالۍ اړوند د غړک له سیمې د ګردیز پر لور توغول شوی دی.

نوموړی وايي، په همدې سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا د پېښې د عاملینو په موندلو پسې عملیات روان دي.

تر اوسه د یادو دواړو پيښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG