د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایین ساتنې غورځنګ بلوچستان کې د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي غونډې کړې دي


په چمن کې د سفري اسنادو لازمي کېدو پر ضد په پرلت کې ګڼ خلک ګډون کوي - پخوانی انځور.
په چمن کې د سفري اسنادو لازمي کېدو پر ضد په پرلت کې ګڼ خلک ګډون کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نوم حکومت مخالفه شپږ ګونديزه اېتلاف د چمن، پښين، ژوب او قلعه سيف الله په ګډون د بلوچستان په يوشمېر سيمو د چمن پرلت په ملاتړ لاريونونه او احتجاجي غونډې کړې دي.

د اېتلاف مشرانو د مې پر ۱۰مه د احتجاجي غونډو پر مهال د چمن پر پرلتوالو د اېف سي ځواک د سرتېرو د مبينه ډزو غندنه وکړه او زياته يې کړه چې د پرلتوالو غوښتنې دې ومنل شي.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې د چمن او سپين بولدک تر مينځ د پاسپورټ او ويزې شرط عملي کېدو پرضد پرلت روان دی.

د پرلتوالو په وینا، د مې پر څلورمه د اېف سي ځواک سرتېرو یې پر احتجاجي کيمپ بريد وکړ او په ډزو يې دوه پرلتوال ووژل او تر ۱۰ زيات يې ژوبل کړل.

بلخوا د سرحدي ځواک (اېف سي) وياند مشال راډيو ته ويلي چې دا یې پرضد دسيسه ده او ادعا يې کړې چې پرلتوالو خپله ډزې کړې دي خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی.

پرلتوالو وروسته د یو وژل شوي کس مړی د چمن مرستیال کمشنر د دفتر مخې ته کښېښود او هلته یې هم پرلت پیل کړ خو یوه ورځ وروسته یې مړی ښخ کړ او احتجاج پراخ کړ.

هغوی له هغې ورځې راهیسې د چمن او کوټې ترمینځ لویه لاره تړلې ده او په چمن کې یې د پاسپورټ دفتر، د خبريالانو مرکز او د نيشنل بینک ودانۍ د احتجاج په توګه تړلې دي.

هغوی وايي چې حکومت دې د ډزو کوونکو سرتېرو پرضد مقدمه درج کړي.

د بلوچستان حکومت لا د هغوی د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

د مې پر ۱۰مه د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) مظاهرو ته د شپږو ګوندونو د غړو او پلویانو ترڅنګ ولسي وګړي هم ورغلي ول.

د چمن پرلت کله او ولې پیل شوی وو؟

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې د پاکستان حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.

د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ لاريون کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00

پرلتوال وايي چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

حکومت وایي چې د قانوني سفري اسنادو لرلو شرط د امنیت ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

په همدې حال کې د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم د سفري اسنادو لازمي کېدو پرضد او د یوشمېر نورو غوښتنو لپاره له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې پرلت روان دی.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت او د چمن لاره له کندهار ولایت سره تړي.

XS
SM
MD
LG