د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا له خ.پښتونخوا سره وتړئ، ګنې راوځو'


'فاټا له خ.پښتونخوا سره وتړئ، ګنې راوځو'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:41 0:00

'فاټا له خ.پښتونخوا سره وتړئ، ګنې راوځو'

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د فاټا حقونو جرګه کې برخوالو دپاکستان وفاقي حکومت ته دړکه یا ګواښ کړی که د فاټا اصلاحات عملي نه کړل شول نو د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د پلازمېنې پر لور احتجاجي لاریون وکړي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د فاټا ولس په یوه لویه غونډه کې چې پکې سیاسي فعالانو، وکیلانو، طالبعلمانو او یوشمېر مېرمنو برخه لرله غوښتنه وکړه چې قبایلي سیمې دې ژر تر ژره په خیبر پښتونخوا کې ګډې کړل شي.

د نننۍ غونډې سپارښتنې

۱- د پاکستان وزیراعظم دې د سرتاج عزیز په مشرۍ د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ وړاندې کړي راپور له مخې ژر تر ژره فاټا په خیبر پښتونخوا کې شامله کړي.

۲- د فاټا پاته کډوال دې بې له ځنډه خپلو سیمو ته ستانه کړل شي او د هرې کورنۍ پر سر دې ورته ۲۵ لاکه روپۍ معاوضه ورکړل شي.

۳- د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې دې د فاټا ولس ته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې استازیتوب ورکړل شي.

۴- اوسنۍ فاټا کې دې د ښاروالۍ ټاکنې د ۲۰۱۸م کال تر ټولټاکنو وروسته د صوبايي الېکشن کمېشن تر څار لاندې وکړل شي.

۵- په ملي مالي کمېشن کې دې د فاټا لپاره د درو فیصدو پرځای شپږ فیصده ونډه وټاکل شي.

۶- اوسنۍ فاټا ته دې د اېن اېف سي یا ملي مالي کمېشن سربېره د یو هراړخیزه مارشل پلان لاندې پرمختګ ورکړل شي چې پکې پوهنتونونه، ښوونځي، روغتونونه او د مواصلاتو د نویو پروژو رامنځ ته کول باوري کړل شي.


۷- د بې روزګارۍ د ختمولو لپاره دې په ټولو قبایلي سیمو ( اېجنسیو) کې کارخانې جوړې کړل شي او او فاټا دې دم ګړۍ ته له مالیو ( ټیکسونو ) ماورا سیمه وګرځول شي.

۸- د فاټا د ځوانانو د خیر ښیګړې لپاره دې هغوی ته تعلیمي بورسونه، لبيب ټاپ کمپیوټرونه او د لوبو سهولتونه ورکړل شي.

۹- په سرکاري ادارو کې دې د کار روزګار مواقع زیاتې کړل شي، همدا رنګه په فیډرل سرویس کمېشن کې دې هم د قبایلي سیمو د خلکو ځانګړي سیټونه زیات کړل شي.

۱۰- د عملیاتو پر مهال نړیدلي مارکیټونه او سوداګریزې زمکې دې اصلي مالکانو ته وسپارل شي او د هغوی د تاوانونو جبران دې وشي.

۱۱- په لیوي ځواک کې دې د شلو پر ځای دیرش زره نوي کسان مقرر کړل شي.

۱۲- که حکومت د فاټا اصلاحات زر عملي نه کړل نو د مارچ په لومړۍ اونۍ کې به د اسلام اباد پر لورې لاریون کوو.

۱۳- د فاټا کروندګرو ته دې د یوې بشپړې کرهڼیزې پروسې له مخې مرستې ورکړل شي. د عملیاتو له وجې اغېزمنو شویو کروندګرو باندې حکومتي پورونه دې وبښل شي او تر لسو کلونو دې بې له سوده پورونه ورکړل شي.

له کرمې اېجنسۍ منتخب پارلېماني استازي ساجد حسېن توري مشال راډيو ته وويل چې جميعت علماء اسلام ف ډلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په فاټا اصلاحاتو سياست شورو کړی دی نو د نننۍ جرګې له لارې هغوی ته دا پېغام ورکوي چې د قبايلي سيمو غوره مستقبل له خېبر پښتونخوا سره په شاملېدو کې دی.

د ذکر ده چې د تېر ګل په ورځ پښتونخوا ملي عوامي ګوند په اسلام آباد کې يوه جرګه رابللې وه چې پکې ګډونوالو د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ راپور رد کړو او غوښتنه يې وکړه چې د قبايلي سيمو د راتلونکې فيصله دې د فاټا ولس په خپله وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان کاکړ وايي چې دا کومه جرګه د فاټا پارلماني استازو رابللې ده نو دا جرګه نه بلکه جلسه ده او د زرګونو کسانو داسې جلسه خوپښتونخوا ميپ هم په اسانۍ سره رابللی شي.

XS
SM
MD
LG