د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېرپاو: د کابل او اسلام اباد اړېکې باید ارومرو ښې شي


د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر افتاب احمدخان شېرپاو
د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر افتاب احمدخان شېرپاو

د پاکستان د قامی وطن ګوند مشر وايي د کابل او اسلام اباد د ترینګلو اړیکو د ښه کولو لپاره یې د افغان ولسي جرګې غړو ته بلنه ورکړېده.

د قامی وطن ګوند مشر او په پارليمان کې د پاک افغان ملګرتيا ټولني مشر افتاب احمد خان شيرپاو پرون په پيښور کې خبري کانفرس ته د وینا پرمهال وويل چې ممکنه ده افغان ولسي جرګې غړي د جنورۍ په مياشت کې د پاکستان سفر وکړي.

د ډیورنډ د کرښې نقشه
د ډیورنډ د کرښې نقشه

نوموړي له خبري غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل:

« د پاکستان او افغانستان تعلق ډېر اهم دی. زموږ ډېرې شریکې ستونزې دي. د هغو د هوارۍ لپاره شریکې هلې ځلې ضروري دي. تر څو چې دا تعلق ښه شوی نه وي، موږ مخ په وړاندې نه شو تلی.»

د پاکستان او افغانستان اړېکې په دې وروستیو کې ډېرې سړې شوي چې تاثیر یې د دواړو خواوو پر ولسونو هم پرېوتی دی. افتاب احمدخان شېرپاو وايي پرته له دې چې د دواړو خواوو اړېکې نورمال حالت ته راوګرځي د پرمختګ او هوساینې بله هېڅ کومه لاره په مخکې نشته.

XS
SM
MD
LG