د خېبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې د عيسويانو پر يوه ښارګوټي تر بريد وروسته د دې صوبې په دويم لوی ښار مردان کې پر يوې ځايي محکمې ځانمرګى بريد شوى چې ګڼو خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
امنيتي او روغتيايي چارواکي وايي چې د مردان او پېښور په روغتونونو کې يې ايمرجنسي لګولې او د پېښې ټپيان يې د مردان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي چې د ځينو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړیو شمېر پورته شي.
د چارواکو په وينا، په وژل شويو او ټپيانو کې پولیس او وکيلان هم شامل دي او زياتوي چې تر بريد وروسته يې په مردان کې د دولتي ودانيو، رغتونونو او نورو ځايونو امنيت سخت کړى دى.
په خېبرپښتونخوا کې د ١١٢٢ ژغورونکې ادارې وياند بلال فيضي له بېلابېلو رسنيو سره په خبرو کې د دغه بريد د تلفاتو په اړه وويل چې په دغه بريد کې تر دې دمه ١٠ کسان وژل شوي دي:
"تر دې دمه ١٠ کسان وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي چې د مردان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او درملنه يې روانه ده."
له بلې خوا بيا د مردان ښار د پوليسو يو مشر ډي پي او فيصل شهزاد وايي چې د ځانمرګي بريدګرغوښتل محکمې ته دننه شي، خو په خبره يې چې په دروازه کې يې د تلاشۍ پر مهال پر ځان پورې تړلي مواد والوځول چې له امله يې د لوی ځاني زيان مخه ونيول شوه.
د فيصل په خبره، د پوليس او د نورو امنيتي ځواکونو سرتېري سيمې ته رسېدلي، د پېښې ځاى يې محاصره کړى او په شاوخوا سيمو کې يې تلاشي عمليات هم کړي دي.
په مردان کې دغه ځانمرګى بريد د پېښور پر ورسک روډ د عيسايانو پر استوګنیزې کالونۍ تر هغې بريد يوازې څو ساعته وروسته شوى چې د چارواکو په وينا، د عيسويانو پر کالونۍ يې دغه بريد شنډ کړى او لږ تر لږه څلور ځانمرګي بريدګر او یو ملکي کس وژل شوى دى.
د پوځ وياند عاصم سليم باجوه پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې امنيتي ځواکونو دغه بريد د سمدستي ځواب او په چټک غبرګون په نتيجه کې شنډ کړى دى.
ترهګرو په داسې وخت کې په خېبر پښتونخوا کې ترهګريز بريدونه کړي چې تېره ورځ د پاکستاني پوځ وياند په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرو پرضد د روانو پوځي عملياتو په اړه وويل چې په دغو سيمو کې لږترلږه ٣٥٠٠ کورني او بهرني وسلهوال وژلي دي.
نوموړي همدا شان ويلي وو چې افغان پولې ته څېرمه په دغو قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له امله په ټول پاکستان کې په ترهګريزو بريدونو، ځانمرګو او نورو ترهګريزو پېښو کې څرګند کمى راغلى دى.
وزيراعظم نوازشريف، د کورنيو چارو وزير او د پاکستان د بېلابېلو سياسي ګوندونو مشرانو په پېښور او مردان کې ترهګريزې پېښې غندلي او دا يې ناوړه عمل بللى دى.
تحریک طالبان پاکستان جاعت الاحرار د مردان او پېښور بریدونو ذمه واري منلې ده.
راپور: ذبيح مومند