د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملاکنډ سياسي ګوندونو د کسټم قانون رد کړ


د کسټم ايکټ پرضد د پخوانۍ مظاهرې عکس
د کسټم ايکټ پرضد د پخوانۍ مظاهرې عکس

د ټول ګوندیزې غونډې ګډونوالو ویلي چې د دوی سیمه ترهګرۍ ځپلې ده او حکومت د مرستې پر ځای ورباندې نور ټیکسونه لګوي.

پيښور: د خیبر پښتونخوا په ملا کنډ کې ټولو سیاسي ګوندونو په یوه خوله هلته د کسټم قانون مخالفت کړی دی.

پرون د جمعې په ورځ ناوخته په سوات کې د عوامي نشنل ګوند له خوا په دې اړه په را بلل شوې ټول ګوندیزه غونډه کې د ټولو ګوندونو استازو ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو په ملاکنډ کې د کسټم ټیکسونو لګېدو مخالفت کړی او دا یې د سیمې له ولس سره د ریاست له خوا د شوو ژمنو خلاف کار بللی دی. د دوی په وینا ، کله چې ملاکنډ ډوژن په پاکستان کې شاملېدی نو ورسره ژمنه شوې وه چې هلته به داسې ټیکسونه نه لګول کېږي.

د ټول ګوندیزې غونډې ګډونوالو ویلي چې د دوی سیمه ترهګرۍ ځپلې ده او حکومت د مرستې پر ځای ورباندې نور ټیکسونه لګوي.

په غوڼده کې پرېکړه شوې چې د روانې میاشتې پر اوویشتمه نېټه به په ټول ملاکنډ ډوژن کې کاربندیز وي.

څو مياشتې وړاندې د ولسمشر ممنون حسين په امر د خيبر پښتونخواه ګورنر اقبال ظفر جهګړا په ملاکنډ ډوژن کې د کسټم قانون نافزولو منظوري ورکړه۔

له دې وروستو د ملاکنډ ډوژن د ټولو ضلعو لکه سوات، بونير، شانګله، کوز دير، بر دير،ملاکنډ او کوهستان خلک به وس د دې پابند وي چې د هيواد د نورو برخو په څېر د کسټم ټکسونه ورکړي.

ياده دې وي چې په کال ۱۹۶۹ کې کله چې سوات رياست په پاکستان کېشاميليدو نو هغه وخت يې له پاکستان سره دا تړون شوی وو چې دا سيمې به د کسټم ټکسونه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG