د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مردان په ځان مرګي برید کې یو تن وژل شوی ۱۷ ژوبل


د مردان په ځان مرګي برید برید کې یو تن وژل شوی او ۱۷ نور ژوبل دي.د خيبر پښتونخوا په مردانکې د سې شنبې په ورځ سهار د ايکسایز اينډ ټېکسېشن پر يوه حکومتي دفتر ځانمرګى بريد وشو، چې د چارواکو په وينا اتلس تنه یې ژوبل کړل.

د مردان پولیسو مشر فیصل شهزاد ویلي بریدګر د پېښې ځای ته په پښو ځان رسولی او تر چاودنې وړاندې یې ډزې کړې دي او وروسته یې پر خپل ځان تړلي نژدې لس کیلو بارود والوځول. پولیس چارواکي وایي برید ګر لومړی ډزې پیل کړې چې د دغې له وجې هم زیاتره کسان له ودانۍ بهر ووتل.

د ريسکيو ۱۱۲۲ویاند بلال فیضي وایي یو ژوبل تن په روغتون کې ساه ورکړې او د دوو حالت د اندیښنې وړ دی. په ژوبلو کې یو د پولیسو مرستیال انسپکټر،دوه د ایکسایز انسپکټران او یو ځایې خبریال شامل دی.

تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د پېښې ذمه واري منلې ده.

د دغه برید ژوبل کسان مردان مېډیکل کمپلکس او لېدي ریډنګ روغتون ته رسول شوي دي.

مردان تر پېښور وروسته د خيبر پښتونخوا صوبې دويم ستر او پر نفوسه ښار ګڼل کېږي.

په دې ښار کې د تېر کال په دسمبر مياشت په ٢٩مه نېټه هم د نادرا په نامه پر يوه حکومتي دفتر ځانمرګى بريد شوى و، چې ٢٦ کسان پکې مړه او تر ٥٠ زيات پکې ټپيان شوي وو.

که څه هم په مردان کې د ننني ځانمرګي بريد مسؤليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو تر دې مخکې د تېر کال په دسمبر مياشت کې پر نادرا دفتر د ځانمرګي بريد مسؤليت له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې ډلې جماعت احرار منلى و.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان ګڼو سياستوالو په مردان کې ځانمرګى بريد غندلى دى.

XS
SM
MD
LG