د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړې ته روان کال کې پنځه شپیته زره کورنۍ ستنې شوې دي


فایل فوټو
فایل فوټو

د قبایلي سیمو لپاره د قدرتي افتونو د نظم ادارې FDMA چارواکي وايي چې د خیبر ایجنسۍ باړې ته یې د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې تر اوسه پنځه شپیته زره ، څلور سوه او اته اویا رجسټرډ کورنۍ ستنې کړي دي.

تیره ورځ د ایف دي ایم ای لخوا مشال راډیو ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوې دي چې د خیبر ایجنسۍ د خلکو د بیرته ستنیدو لړۍ دوام لري.

خبر پاڼه زیاتوي چې د خیبر کډوالو ته د ستنیدو پر مهال په مختلفو مرکزونو کې د خوارک او صحت بنیادي اسانتیاوي ورکول کیږي خو بیا د باړې ځینو بی کوره شویو کسانو پرون مشال راډیو ته ویل چې د ستنیدو پر مهال له مختلفو مشکلاتو سره مخ وي.

د پاکستان په بیلابیلو قبایلي سیمو کې جنګونو په لسګونو زره خلک بې کوره کړي دي، دغه کورني بي ځایه شوي قبایلیان بیرته خپلو سیمو ته ستنیدل غواړي او له حکومته غوښتنه کوي چې په بیا بحالۍ کې دې ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG