د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د ولسوالیو د انتخاباتو غیر رسمي پایلې مخې ته راغلي


پېښور کې خلک خپلې رایې استعمالوي
پېښور کې خلک خپلې رایې استعمالوي

د خيبر پښتونخوا د بلدياتي انتخاباتو د رایو د شمېرنې عمل روان دی، او غير سرکاري نتایجو ترمخه تر دې دمه واکمن تحريک انصاف ګوند په لومړي نمبر ولاړ دی.

په بلدياتي انتخاباتو کې د تشدد پيښي هم رامنځ ته شوي دي. په پيښور کې د ژغورنې د ادارې وياند بلال فیضي نن مشال راډيو ته د انتخاباتو پرمهال د مرګ ژوبلي په اړه وويل:

« د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې لس کسان وژل شوي دي. په چارسده کې شپږ کسان وژل شوي دي. د پېښور روغتونونو ته شپيته زخمیان راوستل شوي دي. په دې کې مېرمنې هم شاملې دي. »

په نوښار کې د مشال راډيو خبريال وايي چې په پیو سيمه کې د انتخاباتو غير رسمي نتایجو اعلان وروسته په ډزو کې يو کس وژل شوی، او د وژل شوي تن کورنۍ د عوامي نيشنل ګوند د مرکزي جنرل سکتر ميا افتخار حسين پرضد مقدمه درج کړي ده. له دې وروسته ځايي پوليسو میا افتخار حسين په حراست کې اخستی دی.

د اليکشن کميشن چارواکو پرون مشال راډيو ته ويلي وو چې په بلدياتي انتخاباتو کې د يو څلوښت زرو نه زیاتو څوکیو لپاره د څلور اتيا زرو نه زياتو کانديدانو ترمنيځ مقابله وه.

په پيښور کې د مشال راډيو خبريال وايي چې د غير سرکاري حتمي نتایجو ترمخه واکمن تحريک انصاف ګوند په لومړي نمبر، عوامي نیشنل پارټي په دوهم نمبر او جماعت اسلامي په درېيم نمبر ده. خو د انتخاباتو سرکاري نتيجي به د جون په اوومه نيټه اعلانيږي.

د صوبايي اليکشن کميشن وياند سهيل خان نن مشال راډيو ته وويل چې د سرکاري نتایجو راغونډولو کې به وخت ليږي.

XS
SM
MD
LG