د لاسرسي ځای

تازه خبر

اقليتونه: تعليمي نصاب او مطبوعات زموږ خلاف نفرت خوروي


د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړو او د مذهبي اقليتونو استازو له حکومته وغوښتل چې د اسلاميات لازمي مضمون دي غير مسلمان زده کوونکو ته نه ښودل کيږي او د دي پر ځای دي په تعليمي نصاب کې د دوی د خوښي مضمون شامل کړي.

پیښور کې نن (ګل يا دوشنبه) د اقلیتونو لپاره د مدني ټولنو د کمیشن په غونډه کې د مذهبي اقليتونو استازو او د صوبايي اسمبلۍ غړو له حکومته غوښتنه وکړه چې سکولونو يا ښوونځيوو کې دي د دوی پر زده کوونکو اسلاميات نه ويل کيږي.

په دي غونډه کې د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړو هم برخه درلوده. برخه والو د پاکستان پر مطبوعاتو او تعليمي نصاب نيوکې وکړي چې د اقليتونو خلاف نفرت خوروي.

د جنوبي ايشيا همکارۍ ادارې (South Asia Partnership) يوې کارکوونکې، شاهده شاه مشال ریډیو ته له غير مسلمان زده کوونکو څخه د اسلاميات مضمون د ليري کولو په اړه وويل:

((د نن په غونډه کې موږ دا فیصله وکړه چی د اسلامیات لازمي مضمون په اړه به صوبايي اسمبلئ ته يوه مسوده ليږو چې اسلامیات لازمي یوازې د مسلمانانو لپاره لازمي پکار دی. د غیر مسلمانانو [زده کوونکو] لپاره دا مضمون لازمي کول زياتی دی. اسلام کې هم پر چا زور نشته نو زموږ دا دریځ دی چې پکار ده غير مسلمانانو زده کوونکو لپاره د اسلاميات پر ځای کوم بل مضمون تجويز شي. دا بيا د هغوی خوښه ده چې اسلاميات لولي او که کوم بل مضمون انتخابوي.))

ياده دي وي چې دي وروستيوو کې په خيبر پښتونخوا کې پر سيکانو هم ځينې بريدونه شوي او د مذهبي اقليتونو غړو له حکومته د امنيت غوښتنې کړي دي.

د خيبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلئ کې د حکمران تحريک انصاف ګوند غړي شوکت يوسفزي مشال ريډيو ته وويل چې نه يوازې دوی د اقليتونو امنيت خوندي ساتل غواړي بلکې د پوره حق ورکولو لړ کې يې ورله په دندو يا ملازمتونو کې خپله برخه هم ساتلي ده.

په ننۍ غونډه کې د مذهبي اقليتونو ځيني استازو د پاکستان پر مطبوعاتو نيوکې وکړي چې د دوی خلاف کرکه زياتوي.

د هندوانو د حقونو د ټولنې مشر هارون سربدیال دې غونډې ته وويل:

(([په ځينو ورځپاڼو کې] هندوان په داسي ډول ښودل شوي چې هندوان مکاران دي او پټ يا له شا ګوزار کوي. زه وایم دا سمه خبره نه ده ځکه چې هندوان د یو مذهب استازيتوب کوي او په نړۍ کې داسې هيڅ مذهب نشته چې د امن تعليم دي نه ورکوي. [بله خبره دا ده چې] پاکستان کی چې کوم تصویر موږ وینو نو هغه د اسلام دتعلیماتو هم پر ضد دی.))

XS
SM
MD
LG