د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د اې اېن پي یو غړی وژل شوی دوه ژوبل


پولیس چارواکي وایي وژل شوي شاهدرحمان او د هغه ملګرو د سیمې پر یوه سړک د خپل ګوند بیرغونه لګول چې وسله والو پرې برید وکړ.

د ګل «دوشنبې» شپه د کراچۍ په پښتون میشته سيمه فرنټیېر کالونۍ کې د عوامي نیشنل ګوند یو ځایي عهدیدار نامالومه وسله والو وژلی دی او ددغه ګوند دوه نور غړي یې ژوبل کړي دي.

پولیس چارواکي وایي وژل شوي شاهدرحمان او د هغه ملګرو د سیمې پر یوه سړک د خپل ګوند بیرغونه لګول چې وسله والو پرې برید وکړ.

د عوامي نیشنل ګوند پلویانو له وروسته د سیند صوبې د وزیر اعلا هاوس مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړه او په پېښه کې د ککړو عناصرو او په سیمه کې یې د وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو غوښتنه کوله.

د اې اېن پي یو مشر بشیرجان وایي، چې په کراچۍ کې نور ګوندونه لويې لویې جلسې کوي خو کله چې د دوی د ګوند د جنډۍ لګولو هڅه هم وکړي نو په ګولیو ویشتل کېږي.

((په کراچۍ کې نور ګوندونه د لکونو په شمېر کې خلک راټولوي او جلسې کوي په لاهور او نورو ځایونو کې هم دغه حال دی، خو زموږ لپاره جلسه لا څه کوې که زموږ کارکن یوه جنډا هم لګوي نو د مرګ له سزا سره مخامخېږي، موږ نور په دې حالاتو کې چپ نشو پاتې کېدلی))

نوموړي وویل یا خو دې حکومت د دوی د خوندیتوب ضمانت ورکړي او یا دې اجازت ورکړي چې دوی د خپل ځان ساتنه پخپله وکړي. هغه وویل موږ پښتانه یو او پښتانه د خپل سر ساتنه کول پېژني.

بشیر جان زیاته کړه په کراچۍ کې له تېرو دیارلسو میاشتو راهیسې د لټون عملیات روان دي خو بیا هم د کراچۍ په پښتون مېشتو سیمو کې د امنیتي سرتیرو پر ځای وسله وال ګشت او ګزمې کوي .

((په کراچۍ کې هر درېیم سړی پښتون دی، دلته ډېری پښتانه په لودیزه ضلعه کې میشت ده. میټرویل، پټان کالونۍ، فرنټیېر کالونۍ، قصبه کالونۍ، منګوپیر، اتحاد ټاون، ګلشن غازي، سهراب ګوټ او د پښتنو نور ځایونه اوس د خطرناکو سیمو بڼه خپله کړې ده او هلته له ماښام وروسته پولیس نه ورځي، په دې سیمو کې دشپې د تاڼو دروازې بندې وي اوټولې علاقې په مکمله توګه د وسله والو په کنټرول کې وي))

د عوامي نیشنل ګوند لخوا له احتجاج وروسته د سیند صوبې د اعلا وزیر سلاکار وقار مهدي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل امنیتي سرتېري به د کراچۍ په لودیزه ضلعه کې د وسله والو ګوندونو پر ضد عملیات وکړي. نوموړي زیاته کړه د عوامي نېشنل ګوند پر پلویانو د حملې د ایف ایي ار حکم یې ورکړی او د سېمې تاڼېدار او ډي ایس پي یې له خپلو دندو څخه ګوښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG