د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د وژل شوي خبریال جېمز فولي د راخوشې کولو هڅه کړې وه


دا خبر د چارشنبې پر ورځ له هغه وروسته راغلی چې جهادیانو په خپله یوه خپره شوې ویډيو کې له امریکايي خبریال جېمز فولي څخه سر غوڅوي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، چې په دې وروستیو کې یې په شام کې د داعش وسله والې ډلې له خوا د نیول شوي امریکايي راخوشي کولو لپاره د عملیاتو هڅه کړې وه خو هغه یې نه وو موندلی.

پېنټاګون په یو بیان کې ویلي چې په دې عملیاتو کې له هوايي او مځکنیو دواړو لارو کار اخیستل شوی وو.

د ترهګرۍ مخنیوي په چارو کې د امریکا ولسمشر براک اوباما یوې لوړپوړې سلاکارې لیزا موناکو په یو بیان کې ویلي چې اوباما د سږني اوړي «دوبي» لومړو کې د دې ګام پورته کولو اجازه ورکړې وه.

خو په دې بیان کې دا نه دي ویل شوي چې امریکا د کوم یوه نیول شوي کس د راخوشې کولو هڅه کوله.

دا خبر د چارشنبې پر ورځ له هغه وروسته راغلی چې جهادیانو په خپله یوه خپره شوې ویډيو کې له امریکايي خبریال جېمز فولي څخه سر غوڅوي.

جېمز فولي د ۲۰۱۲م کال په نومبر کې په شام کې تښتول شوی وو.

ولسمشر براک اوباما پر دې سربېره د دې ډلې پر ضد د بریدونه هو‌ډ څرګند کړ چې یادې ډلې د یو بل نیول شوي امریکايي ساټ لوف د وژلو ګواښ کړی دی.

ولسمشر باراک اوباما ویلي د اسلامې ریاست په نامه دا ډله یو داسې کېنسر دی چې ټولې سیمې ته یې خطر پېښ کړی دی.

د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې له خوا د هغې ویډیو په خپریدو سره چې د امریکایي خبریال سر پرې کېدل په کې ښودل شوي، په نړېواله کچه غبرګونونه راپورته شوي دي.

د اسلامي دولت وسله والو په دغې ویډیو کې ویلي، چې د امریکا له خوا د عراق په شمال کې د دوی په وړاندې د هوایي بریدونو په غبرګون کې یې دا کار کړی دی.

دغه ویډیو د اګست پر ۱۹ پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده. سپینه ماڼۍ وایي، لاهم د دې ویډیو ریښتینوالی څېړي.

د فرانسې ولسمشر فراسوا اولاند ویلي، چې د دغې ډلې په وړاندې د جګړې لپاره باید پر یوې نړېوالې ستراتیژی کار وشي.

دغه ویډیو (امریکا ته پیغام) نومول شوې ده او په هغه کې قرباني د یوه وسله وال کس له خوا جیمز فولي معرفي شوی دی.

جیمز فولي د فرانسې خبري اژانس او د امریکا ګلوبل پست ته د ازاد خبریال په توګه کارکاوه او د ۲۰۱۲ کال په نومبرکې په سوریې کې وتښتول شو.

که څه هم د ویډیو ریښتنوالی تراوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی، خو د جیمزفولي مور ډیانا پر خپل فیسبوک لیکلي، چې دوی هېڅکله د خپل زوی له کاره راضي نه دي.

دا وایي، هغه هڅه کوله چې نړۍ ته د سوریې د خلکو د ستونزو یو تصویر وښیې.

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا استخبارات دغه ویډیو مطالعه کوي او وایي، که چېرې واقعي داسې شوي وي، نو متحده ایالاتو ته ویرونکې ده.

د بریتانیا وزیر اعظم ډېویډ کېمرون له خپلې رخصتۍ بیرته لندن ته تللی؛ هغه ویډیو وګوري چې وسله وال کس په کې په بریتانوۍ لهجه خبرې کوي.

د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر فیلیپ هامونډ ویلي، له فولي سره هغه وسله وال کس چې په ویډیو کې لیدل کېږي، داسې ښکاري چې بریتانوی دی.

نوموړي سکای نیوزته په مرکې کې دا نه ردوي چې د اسلامي دولت په ډله کې بریتانوي او امریکایي وګړي هم شته:

″امریکايي چارواکي په دې پوهیږي چې یو د پام وړ شمېر برتانويان په افراطي سازمانونو کې شته، هماغسې چې یوشمېر امریکاییان هم ورسره دي. نوزه فکرنه کوم چې دا په دې مانا وي چې موږیوبل ته ګوته ونیسو.

موږ په ګډه کارکوو، زموږ استخباراتي ادارې به د دغې ویډیو ریښتونولي په دقت سره وارزوي چې دغه کس وپیژني او بیا به په ګډه د هغه پرموندلو کارکوو.″

د فرانسې د بهرنیوچارووزیرلورانت فبیاس ویلي، که دا خبره سمه راووځي دا به د ده په خبره د بربریت د خلافت ریښتونې څېره وښیې.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشرفرانسوا اولان د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د مبارزې په اړه د یوه نړېوال کنفرانس غوښتنه وکړه.

اولان دا هم ویلي، چې د دغې وسله والې ډلې په وړاندې چې د عراق، سوریې او لبنان په څیر هېوادونه ګواښي، د مبارزې لپاره باید پر یوې نړېوالې ستراتیژی کار وشي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرفرانک والترشتاین مایرپه برلین کې د دغه هېواد د دفاع وزیرسره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې حکومت یې اماده دی د دغو وسله والو سره د مقابلې لپاره عراقي کرد ځواکونو ته وسلې ورکړي:

″موږد وسلو د لیږلو په تړاو په خطرونو پوهیږو. هغه ښکاره دي. له همدې کبله به موږ د وسلو د لارو او مقدارپه برخه کې له ملایمته کار واخلو.

طبیعي ده چې د جرمني پارلمان او کمیټو ته به یې د حکومت د دغې پریکړې په اړه معلومات ورکړل شي.″

په دغه ویډیوکې دغه راز دوهم ژوندی کس هم ښودل شوی او هغه امریکایې خبریال سټیفن ساټ لوف معرفي شوی دی چې په ۲۰۱۳ کال کې په سوریې کې لادرکه شو.

وسله والو کسانو په ویډیو کې خبرداری ورکړی چې ساټ لوف به وروسته ووژل شي.

د ایټالیا ددفاع وزیر ویلي دوي به عراقي ځواکونو ته د دغو وسلو او سره د مقابلې لپاره کلاشینکوف ورکړي.

د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې په دې وروستیوکې په عراق او سوریې دواړو کې ډېرې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

دوی ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې د سلګونو کسانو په وژنه تورن دي.

هغوی ترډیره غیرمسلمان اقلیتونه لکه یزیدیان او مسیحیان او هم شیعه مسلمانان تعقیبوي

XS
SM
MD
LG