د لاسرسي ځای

تازه خبر

UNHCR: افغان کډوال دې د کډوالۍ نوي کارتونه زر ترلاسه کړي


پاکستان کې میشت یو افغان کډوال د نوي کارت سره
پاکستان کې میشت یو افغان کډوال د نوي کارت سره
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اين ايچ سي آر وايي چې د روان کال له مارچ مياشت راهيسي يې په پاکستان کې ميشت رجسټرډ افغان کډوالو ته د راجستریشن نوي کارتونه ورکول پيل کړي دي.

د نوموړې ادارې د معلوماتو له مخې د نويو کارتونو د ورکولو عمل به د روانې مياشتې تر ٣٠ نيټې پورې جاري وي. اداره وايي چې پيښور او شاوخوا سيمو کې ميشت هغه رجسټرډ کډوال چې تر دې دمه يي کارډونه نه وې ترلاسه کړي، کولې شي چې د پيښور سنټر نه کارډونه ترلاسه کړي.د یو این ایچ سي ار ویانده دنیا اسلم خان په دي اړه وايي :

(( هغو کسانو چې تر اوسه خپل کارتونه نوي کړې نه دي، ورته پکار دي چې نوې یې کړي ځکه چې د اګست د میاشتې نه به افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو لړۍ بیا پیل شي، او هغه کسانو سره به مرسته کیږي چې د مهاجرت نوي کارتونه ولري. ))

دنیا اسلم دا هم وایي یوازي هغه نویو پیدا شوو ماشومانو ته به دغه کارډونه ورکول کیږي، چې مور پلار یي رجیسټر شوي وي.

په پاکستان کې دا مهال د درې میلونو په شاوخوا کې افغان کډوال ژوند کوي چې یوازې نیمايي برخه کسان یې دپاکستان د هویت ثبتونې د ادارې( نادرا ) لخوا جوړشوي د مهاجرت ځانګړي کارتونه لري.

پاکستان ته د افغان کډوالو ترڅنګ دهغو سلګونو زرو کورنیو بې ځایه شویو کډوالو سنبالول هم ورپغاړه دي دي چې د جنګونو له امله د قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول د شمالي وزیرستان نه بې کوره شوي دي. له وزیرستانه زرګونه کورنۍ د افغانستان خوست ولایت ته هم اوښتي دي.
XS
SM
MD
LG