د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار کې د څلور کسانو مړي موندل شوي


په خېبر پښتونخوا صوبه کې په دا وروستیو کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې له کبله یې د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي حکومت تر سختو نیوکو لاندې راغلی دی.

د خېبر پښتونخوا د نوښار زاخيل تاڼې په حدودو کې د سیند غاړې ته د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.


د زاخيل تاڼې يوه چارواکي مشال راډېو ته وويل دغه مړي یې د امان ګرې سيمې امن مارکيټ ته نزدې د کابل سيند پر غاړه موندلي دي.

پوليس چارواکي زياته کړه چې مړې يې ډسټرکټ هيډ کوراټر هسپتال ته د پوسټ مارټم لپاره وړي او له هغه پس به یې په اړه نور مالومات جوتوي. د دوی په خبره تر دې دمه د مړو پيژندګلو نه ده شوې.

بلخوا په صوابۍ بازار کې د ناملومه وسله والو په ډزو د پوليس سپيشل برانچ يو اهلکار ووژل شو.

د صوابۍ تهاڼې يوه چارواکي په ټيليفون مشال راډيو ته وويل چې د سپيشل برانچ یو اهلکار امجد د صوابۍ بس اډې سره نزدې د ګډوډ آباد په سيمه کې د معمول په ډيوټي وو چې پرې نامالومه وسله والو ډزې وکړې. او هغه یې ځای پر ځای وواژه.

تر دې مخکې وړمه ورځ هم د صوابۍ بازار کې يو ټريفک پوليس والا د ناملومه کسانو په ډزو ژوبل شوی وو او تېره مياشت کې دصوابۍ بازار او ډي پي او دفتر ته نزدې د ډزو په دوو بېلا بېلو پېښو کې د يو ټريفک اهلکار په ګډون درې پوليس والا وژل شوي ول.

په پښتونخوا کې په تېرو څو ورځو وسله والو طالبانو د عوامي نېشنل پارټۍ او پاکستان مسلم لیګ ن پر مرکزي غړو بریدونه وکړل چې یوه هغه کې یې د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبايي مرستیال مشر میا مشتاق او د هغه د دوو نورو ملګروو وژنه او بله د پاکستان وزیراعظم نواز شریف پر سلاکار امیر مقام برید وو چې خپله هغه روغ رمټ راووت خو شپږ تنه پولیس ووژل شول.

پېښور: د اې این پي د خیبر پښتونخوا لنډمهاله مشر ووژل شو

شانګله: د امیرمقام پر موټر چاودنو لږ تر لږه پنځه تنه وژلي دي

په خېبر پښتونخوا صوبه کې په دا وروستیو کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې له کبله یې د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي حکومت تر سختو نیوکو لاندې راغلی دی.
XS
SM
MD
LG