د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی نن هم له پاکستانیو چارواکو سره ویني


اسلام اباد: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
اسلام اباد: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف هم افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی و چې هیواد یې د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کوي.

د افغانستان ولسمشرحامد کرزی به نن پر سېشنبه هم په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي.


ښاغلي کرزي ته پاکستاني مشرانو د سفر په لومړۍ ورځ ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سولې په بهیر کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پرون ( دوشنبه ) ماښام له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او ویې ویل ، هیواد یې بیا هم ټینګار کوي چې د افغانستان د ثبات، په دې هیواد کې د سولې د ټینګښت او د افغانستان د یووالي لپاره به هره ممکنه هڅه ترسره کړي.

د زرداري په وینا دا ډول همکاري د پاکستان لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

تر دې مخکې د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف هم افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی و چې هیواد یې د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کوي.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر حامد کرزی او ملګری پلاوی یې پرون ماښام بیرته کابل ته ستون شوی وای ، خو د ولسمشر د ویندوی دفتر وايي، د پاکستاني چارواکو په غوښتنه یې سفر یوه ورځ نور هم وغځېدو.

د دوشنبې ورځ په اسلام آباد کې د نواز شریف سره په کتنه کی دواړو لورو د سولې بهیر، له تره ګرۍ او ګډو امنیتي ګواښونو سره د جدي مبارزې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو تعلقاتو د پراختیا په باب خبرې وکړې.

ګډې خبري غونډې ته وزیراعظم نواز شریف وویل د پاکستان امنیت او ښه راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی. افغان ولسمشر حامد کرزي هم په خپل وار سره خبري غونډې ته وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ او سختدریځۍ له مرګوني خطر سره مخامخ دي او دواړه هېوادونه یې باید پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي. او پاکستان بیاد د افغان سولې عالی شورا او د وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره اسانیتا برابره کړي.

ولسمشر حامدکرزي تېر ماښام له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره ملاقات وکړ. زرداري وویل هېواد ېې بیا هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې ثبات، د سولې ټينګښت او د هېواد د یو والي لپاره به هره ممکنه هڅه کوي.

د افغان پلاوي په دغه سفر کې یو اقتصادي تړون لاسلیک شو چې تر مخه به ېې پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړېږي، د چمن کندهار او پېښور جلال آباد تر منځ به د ریل ګاډي پاټلۍ غځول کېږي، د تورخم جلال آباد د دویم سړک جوړولو او له پيښوره تر کابله د موټر وې په غځولو کار پيل شي.
XS
SM
MD
LG