د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نجونو تعلیم لپاره د ملالې مبارزه


ملاله یوسفزۍ د تعلیم مبارزه
ملاله یوسفزۍ د تعلیم مبارزه

طالبان سکولونه د مغربي زوال او حکومت د واک علامتونه ګڼي خو دوی سکولونه له دې کبله هم په نښه کوي، چې امنیتي ځواکونه یې د مورچو په توګه کاروي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ـــــ په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د جینکو په سکولونو د طالبانو د بریدونو او د جینکو د تعلیم د حق لپاره د ملاله یوسفزۍ په مبارزه او قربانۍ یو راپور خپور کړی دی.


د سیمې چارواکي وایې ـــــــ د ۲۰۰۹ م کال راهیسې ـــــــ طالبانو په سیمه کې په ۸۰۰ سکولونو بریدونه کړي دي. خو د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې پر پنځلس کلنې ملالې یوسفزۍ برید ـــــــ د جینکو د زده کړې موضوع په ټوله نړۍ کې راڅرګنده کړه.

طالبان سکولونه د مغربي زوال او حکومت د واک علامتونه ګڼي ــــــ خو دوی سکولونه له دې کبله هم په نښه کوي ــــــ چې امنیتي ځواکونه یې د مورچو په توګه کاروي.

په ځینو قبایلي سیمو کې ــــــ د وسله والو طالبانو د بریدونو له کبله سکولونه وران پراته دي او جینکۍ له زده کړو بې برخې دي ـــــ ځینې خلک د طالبانو له وېرې هم خپل ماشومان سکولونو ته نه استوي خو ځینې داسې سیمې هم شته چرته چې د ملالې د زیار له کبله جینکو زده کړو ته مخه کړې ده.

طالبان د جینکو زده کړه د اسلام پر ضد یو عمل ګڼي خو دوی چې کله په ډیر ویاړ پر ملالې د برید پړه ومنله ـــــ نو په نړیواله کچه ــ پرې خلکو د خپل نفرت او غوسې څرګندونه وکړه.

د ملاله یوسفزۍ ـــ ستاینې د هغې په خپله سیمه کې د حسد، شک او ویرې احساسونه راولړزول. کله چې په سوات کې یو سکول د هغې په نوم کړل شو ــــــ نو زده کوونکو یې ددې پرضد احتجاج وکړو. دوی ویل سکول د ملالې په نوم کولو سره به دوی هم د بریدونو ښکار شي.

ورځپاڼې ته ځینو خلکو ویلي ـــــــــ چې پر ملاله برید یو ډرامه وه ځکه چې د وسله والو پر ضد خو نورو هم ډیرو خلکو ـــــ قریانۍ ورکړې وې خو بل خوا ځینې داسې خلک او حکومتي چارواکي هم شته چې وایي ــــــ د ملالې له قربانۍ سره ـــــ جینکو ته د زده کړو د موقعو برابرولو ــــــ اراده نوره هم پیاوړې شوې ده.
XS
SM
MD
LG