د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکی وزیراعظم د مظاهره چیانو له مشرانو سره ویني




په ترکیه کې د مظاهرو د پای ته رسیدو لپاره د ترکیې وزیراعظم سبا د چارشنبې یا شورو پر ورځ د مظاهره چیانو له مشرانو سره ګوري.


په عین حال کې د ترکیې د اخ وډب ضد پولیسو نن د استنبول له هغه میدان څخه د مظاهره چیانو د لیرې کولو لپاره اقدامات پیل کړل؛ چې له څه باندې یوې اونۍ راهیسې پکې مظاهرې دوام لري.

د ترکیې وزیراعظم رجب طیب اردوغان موافقه کړې چې؛ د حکومت ضد پراخو مظاهرو له مشرانو سره وګوري.

د ترکیې د حکومت له دغه اعلان وروسته د ترکیې په سلګونو د بلوا ضد پولیس د استنبول د تقسیم میدان له لګېدلو باړونو ور تیر شول چې له یوې اونۍ راهیسې د حکومت ضد مظاهره چیانو نیولی دی.

پولیسو له میدانه د مظاهره چیانو د لیرې کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز او د اوبو شیندلو له توپونو کار واخیست.

په ترکیه کې د پراخو مظاهرو په ترڅ کې پرون هم زرګونه کسان د استنبول او پلازمېنې انقرې واټونو ته راوتلي ول او د اردوغان او د ده د عدالت او پرمختګ د ګوند د پالیسیو پرضد یې مظاهرې وکړې.

د ترکیې د وزیراعظم مرستیال بولېنت ارینج پرون پر دوشنبه په انقره کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې اردوغان به د چارشنبې په ورځ د مظاهره چیانو غوښتنې واوري خو ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې حکومت به د ده په وینا غیرقانوني مظاهرو ته نورنو اجازه ورنکړي:

"زموږ حکومت مسول دی. امنیتي ځواکونه خپل کارونه سرته رسوي. موږنورپه ترکیه کې غیرقانوني مظاهرو ته اجازه نه ورکوو او موږبه له قانوني لارې د مظاهرو د تیت پرک کولو لپاره له ټولو امکاناتو کارواخلو."

د ترکیې د حریت ورځپاڼې خبریال ایردیم ګنس وویل، پولیسو تراوسه د ګیزي پارک کې چې مظاهره چیانو اشغال کړی مداخله نده کړې خو دوی پرله پسې ګاز شیندی چې ټول تقسیم میدان ګازو نیولی دی:

"دغه پارک تراوسه د مظاهره چیانو په کنټرول کې دی خو د تقسیم میدان نورې برخی یانی د جمهوریت د یادګاري څلي، د تقسیم میدان مرکزي برخه، د اتاترک کلتوري مرکز ستره ودانۍ پولیسو نیولي.

پولیسو ټول شعارونه، ټول بیرغونه د اتاترک له کلتوري مرکز څخه لیرې کړل او یواځې یې د ترکیې بیرغ ولګاوه."
د ترکي وزیراعظم طیب اردوغان خپلو پلویانو ته وینا کوي.
د ترکي وزیراعظم طیب اردوغان خپلو پلویانو ته وینا کوي.

په ترکیه کې روانې مظاهرې یوولس ورځې مخکې وروسته له هغه پیل شوې چې په استنبول کې د یوې پروژې د جوړولو په وړاندې اعتراضونه د امنیتي ځواکونو له خوا وځپل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG