د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له سواته پوځ باسو واک ضلعي انتظامیې ته سپارو"


نيازاحمدخان


د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا حکومت له پاره نومول شوي د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي خبريالانو ته وويل چې په سوات کې امن ټينګ شوی دی او پوځ به له سيمې ووېستل شي.او واک به ولسي انتظاميې ته حواله کوي.


خو د سوات ځايي امن جرګو مشران وايي، چې له سواته زغرده پوځ وېستل نه دﺉ په کار بلکې واک يي کمول په کار دﺉ.

د خيبر پښتونخوا د ځنګلاتو پخواني وزیر واجد علي خان چې له سواته دی وايي، دغه فيصله لويه او مهمه ده واړندې حکومت هم دغه هڅې کړې وې خو حکومت ته په کار ده چې پوره سلا مشوره وکړي او د سيمې حالات وګوري بيا دې فيصله وکړي.

دسوات قامي جرګې وياند احمدشاه وايي چې په سوات کې لا هم تلپاتې امن نه دی راغلی اوس هم وسله وال پټنځایينو کې شته او د جرګو مرکو په مشرانو بريدونه کوي. حکومت دې وار په وار پوځ وباسي خو که یې یو دم ووېستلو نو د سميې امن ته په لوی زيان ورسي. په سوات کې د پوځ واک کمول په کار دﺉ.

د تحصيل کبل امن جرګې او لښکر جنرل سيکتر کريم الهدي وايي چې په سوات کې تر څو پائيدار امن نه وي راغلی، نو پوځ باید له سميې ونه وځي. ځکه چې پوځ د وسله والو پر ضد موثر کاروايي کوي.

د خوازه خيلې یو خبریال صلاح الدين وايي چې دوی هره ورځ پر دغه سړکونو سفر کوي او پوځ ځای پر ځای چيک پوستې جوړې کړې دي، چې مقامي ولس ته ترې لویې ستونځې دي. دغه رنګه سيلانيان هم دې سيمې ته راځي او تر چيک پوستونو تيريږي. پوځ دې اخيتار پوليس ته ورکړي او بيرته دې بيرکونو ته لاړ شي. په سوات کې امن ټينګ دی.

د سوات ضلعې پوليس يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وايي، چې په سوات کې اوس له پوليس سره ښه وسله، نفري اوتربيت شته او دوی د وسله والو مقابله کولی شي او د امن ټينګ ساتلو توان لري خو حکومت چې کومې فيصلې کوي دوی به هغه مني.
XS
SM
MD
LG