د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلوزو کیمپ کې چاودنه ، د مړو شمیره ۱۵ته رسیدلې



په جلوزو كډوالو كيمپ كي د پرونئ بمي چاودني د مړو
شميره پنځلسو ته رسېدلې ده او د خيبر پښتونخوا ګورنر او نګران وزير اعلا د پيښي غندنه كړې.

بلخوا تحريك طالبان پاكستان ويلي د پيښي سره هيڅ قسمه تړاو نه لري. په جلوزو کې ميشت کډوال وايي له امنيتي ستونزو سره مخامخ دي او د دې پيښې وروسته نورې سيوا شي.

د دې تر څنګ د قدرتی افتونو نظم اداري د پيښي پرضد د دريو ورځو د وير اعلان کړې دې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په جلوزو کډوالو کیمپ کې هغه وخت یوه موټر بمي چاؤدنه وشوه کله چې په کډوالو راشن تقسیمېدلو.
XS
SM
MD
LG