د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د نګران حکومت رول




سراج ظهير – مشال راډيو

اسلام آباد:- د پاکستان قامي اسمبلۍ له ماتيدو روستو د نګران وزير اعظم ټاکنې لپاره د حکومت او مخالفې ډلې پاکستان مسلم ليګ ن ترمينځه خبرې اترې روانې دي خو لا تر دې دمه په هېڅ يوه تن دواړه ګوندونه نه دي سلا شوي.


که دواړه خواوې نن د سېشنبې تر شپې پورې د وزير اعظم په نامه سلا نه شول نو د وزير اعظم د ټاکنې دا معامله به پارليماني کميټۍ ته ځي او د آيين ترمخه به د پارليماني کميټۍ سره د نګران وزير اعظم د ټاکنې لپاره درې ورځې وي.

د نګران وزير اعظم او د هغه د کابينې څه کار او څه اختيارات وي ؟

په دې اړه د قانوني چارو تجزيه کار وکيل اکبر هوتي ویل چې:

((د ١٩٧٣ په ايين کې په باقاعده توګه د دې لپاره يوه لار ټاکل شوې ده چې هر کله يو جمهوري حکومت خپل وخت چې کوم ورته ايين ورکړی دى هغه پوره شي نو په ٩٩ ورځو کې دننه به ټولټاکنې کوي او دغه رنګ به د راروانې مودې لپاره نوی حکومت جوړوي
د دې ټولو معاملاتو لپاره او بيا د دې درې مياشتو چې کوم انتظامي معاملات دي د دې لپاره ايين يوه ښه طريقه جوړه کړېده چې يو لنډ مهاله حکومت به راځي او د نګران په پښتو کې مطلب څارنه ده، نو دغه نګران حکومت به راځي او د هغوی په نګرانۍ کې به ټولټاکنې هم کيږي.))

دغه رنګ د نګران حکومت د اختياراتو په اړه چې کله د يو بل قانوني چارو کار پوهه بيرسټر باچا څخه مشال راډيو وپوښتل نو نوموړي وويل:

((په ايين کې په نګران حکومت يا وزير اعظم څۀ بنديز نشته. هغه هر هغه کار کولای شي چې يو وزير اعظم یې کولای شي خو هسې يو بنديز پرې شته چې چونکې دا نګران دى نو له دې توري مالوميږي دا عارضي حکومت دى او دا به صرف په ووټونو کې د اليکشن کميشن مرسته کوي. خو ايين وايي چې نګران حکومت به د ملک معاملات هم چلوي خو دا وزير اعظم يا حکومت داسې يو غټ کار نۀ شي کولای چې هغه د ملک په خارجه پاليسۍ يا په کورنۍ پاليسۍ يا په اقتصادي پاليسۍ باندې څه اغيز ورغوځوي ځکه چې بيا اکثره وخت د راتلونکي نوي حکومت لپاره مسلې راپيدا شي))

د ذکر وړ ده چې د قامي اسمبلۍ روستو د بلوچستان اسمبلي د تير ګل پر ورځ ماته کړل شوه او دغه رنګ نن د شورو پر ورځ د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ هم تحليل شوه.
دا دې هم ياده وي چې د سيند اسمبلۍ د متولو کاغذي کاروايي هم بشپړه شوېده خو د پنجاب حکومت هم لا د اسمبلۍ په ماتولو سلا شوی نه دى.
XS
SM
MD
LG