د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګرو ته د سزا ورکولو په لړ کې په يو نوي قانون کار کوو


غلام غوث مشال راډيو


پيښور:د خیبر پښتونخوا د کورنيو چارو سيکټري اعظم خان وایي د ترهه ګرئ د مقابلې لپاره یي نوې تګ لاره جوړه کړې او داسي قانون هم جوړوي چي ورسره به په عدالتونو کي ترهه ګرو ته د سزا ورکولو عمل تيز شي، او د بنو جيل د واقعي وروستو د جيلونو د ساتني لپاره د نوي وسلي اخیستلو لپاره هم حکومت د جيل خانه جاتو محکمې ته پنځه ديرش کروړه روپئ ورکړي دي.

د پښتونخوا د کورنيو چارو يا هوم ډيپارټمنټ سيکرټري اعظم خان وایي چې د ترهګرۍ او جنګيالي توب د مقابلي لپاره یې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د سټراټیجۍ په نوم يوه تګ لاره جوړه کړې، چې له مخې به یي دا د حکومت د ټولو محکمو ذمه واري ګرځول شويده چي د ترهګرئ او جنګيالي توب د مقابلي لپاره به ګامونه پورته کوي.

په دي لړ کي د کورنيو چارو د محکمي د کارکردګئ په اړه د خبري کانفرنس وروستو له مشال ريډيو سره په خبرو کې اعظم خان مشال ريډ يو ته وويل

((روانه ترهګري په باقائده توګه د یوې منصوبې لاندې کيږي،تر اوسه د حکومت رد عمل هغسې نه وو خو اوس دوی دې مسلې ته پام ورکړی، چې معلومه کړي دوی په کومه طريقه دا کار کوي،د دوي لاس او پښي څوک دي،په څه سوچ يي کوي ، هغه سوچ هغه لاس او پښې او د هغه ټولو چلونو مقابله وشې. او د دغې د ختمولو لپاره یوه تګ لاره جوړه کړی شي. زا دا وايم چې دا د ترهګرئ ضد جګړه ده نوته به وایی چي د پوليس پوځ او استخباراتي ادارو پکي رول شته خو زه دا وايم چې يوازي د پوليس او نورو ادارو نه بلکه مونږ داسې تګ لاره جوړه کړي ده چي په مجموعي توګه د ټول حکومت رول ددي پر ضد پکار دی، په هغي کي د تعليم د محکمي داطلاعاتو د محکمي د ټولنيز پرمختګ د محکمي او د حکومتي ټولو محکمو پکې خپل خپل رول دی))

مشال راډيو سره په خبرو کې د کورنيو چارو سيکټري اعظم خان زياته کړه چي په عدالتونو کي ترهګرو ته د سزا ورکولو د عمل تيزولو لپاره دوی پر يو نوي قانون هم کار پيل کړيدی، چي مقصد ي د ترهګرۍ د کيسونو په لړ کې د ګواهانو قاضيانو او نورو چارواکو حفاظت يقيني کول دي

((لکه د نړئ په يو شمیر ملکونو کې لکه د سپين په باسک تحريک کې او په کولمبو کې د ډرګ وار مومنټ کي داسې ځانګړي قوانين جوړ کړل شوې دي. داسې يو قانون جوړ شي چي د تره ګرئ کوم کيس عدالت ته ځي نو چې چاته پته نه لګي چي جج څوک دي او ګواه څوک دي))

د مشال راډيو پر دي پوښتنه چې دا قانون به کله پوري جوړ شي اعظم خان مرکزي حکومت ته د غصي په انداز کي وويل ((ددې قانون مسوده مرکزي حکومت ته ليږدول شويده او خدای دې مرکزي حکومت له توفيق ورکړي چي ده سبا پر ځاي پرون دا قانون مرکزي حکومت منظور کړی وي))

د کورنيو چارو سيکرټرې اعظم خان د مشال راډيو سره په خبرو کي زياته کړه چي پر بنو جیل د وسلوالو د بريد وروستو حکومت د جيل خانو محکمو ته د وسلي اخیستلو لپاره پنځه ديرش کروړه روپئ ورکړي دي.

په لړ کې د خبري کانفرنس پر محال د جيل خانه جاتو صوبائي مشر آي جي خالد عباس مشال ريډيو ته وويل

((موږ سره وړاندي ډيره ښه وسله نه وه او ډيره کمه او ډيره زړه وه،د بنو د واقعي نه پس پنځه ديرش کروړه روپئ مونږ ته راکړی شويدي او په دي کي د دولسو کروړو خو مونږ وسلي اخلو او ددې نه پرته د جيلونو د امنيت نور سامانونه اخلو او ددي لپاره ټنډر هم نن شوی دی، او په لسو پنځلسو ورځو کې به دا عمل سر ته ورسي))

د کورنيو چارو د محکمي سيکټري اعظم خان مشال ريډيو ته دا هم وويل چې د صوبي د امنيت لپاره د ايف سي په پنځه سوه ديرش پلاټونوکې يواځې يو سل يو کم اتيا پلاټونه ايف سي د دوی سره ده، او نوره د داخله چارو مرکزي محکمې د هيواد په نورو صوبو کي ځايي پې ځايي کړيده او يو ځل بيا ي د مرکزي حکومت نه په دي لړ کي غوښتنه وکړه چي ټول ايف سي ځواکونه دې دوی ته واپس ورکړل شي.


د کورنيو چارو د صوبائي محکمي د کارکردګئ په اړه په دي خبري کانفرنس کي خبريالانو ته د سکرين د لارې په تيرو پنځوو کلونو کي د ترهګرئ د پيښو ټولي شميري او د ترهګرئ پر ضد د حکومت ګامونه او تګ لاري د خبر يالانو سره شريکې کړای شوی.
XS
SM
MD
LG