د لاسرسي ځای

تازه خبر

واجد په بیا بیا د مور پلار نه جماعت ته د تللو اجازت غوښتو


نیاز احمد خان مشال راډیو

سوات : د زيارت په ورځ د سوات مرکزي ښار مينګوره سره نږدې په تخته بند روډ بمي چاودنه کښې وژل شوې ۲۱ کسان په خپلو کلو کې خاورو ته سپارل شوې دي.

په دغه چاودنه کښي د سوات د بلوګرام کلې ۲۴ کلن واجد خان هم شامل دی چې د سعودي عربستان نه په رخصت راغلې وو، د واجد ۵۵ کلن پلار دلارم خان وایې د ځوي وژنې یې ملا ماته کړې ده، هغه په رخصت سوات ته راغلی وو.

واجدخان يو ورور او څلور خويندې لري او هغه ورځ يي په بيا بيا د مور او پلار نه جماعت ته د تللو اجازت غوښتو. دی وایې، ځوې ته یې دا ویلې وو، چې د حالاتو هیڅ پته نه لږي ، او باید له کوره د بهر تللو پر وخت احتیاط وکړي ، خو په دغه ورځ یې غوښتل بهر ولاړ شي.

د واجدخان ماما ډاکټر اکبرعلي شاه وایې ، واجد ډیر نیک او ښه انسان وو، او په وژنه یې ټوله کورنۍ سخته خفه ده.

د واجد خان ملګرې هم د هغه په مرګ ډير غمژن دې، د هغه یو ملګری سعيد الرحمان وایې ، واجدخان د وړو سره وړکی او د لویو سره لوی وو، او کوشش به یې کاو ، د هر چا سره ښیګړه وکړي. په دغه پیښه د سوات اوسیدونکې اندیښمن دې ، چې په سیمه کې یې حجرې او جوماتونه هم محفوظ ندي پاتې.

د ځواني مرګ واجد خان حجرې ته خلک د لاس نیوې لپاره ورځې چې پکښې د خيبرپښتونخوا د ځنګلاتو وزیر واجدعلي خان هم شامل وو، په دغه وخت واجد علې خان وویل، چې جومات کښي چاودنه د سيمې لپاره ډيره د تشويش او فکر وړ خبره ده ځکه چې دغلته هیڅ سیاسې هلې ځلې نوې روانې، او نه یې د چا مخالفت کړی وو، او زیاته کړه ، په جماتونو کې بمې چاودنې کونکې هم د اسلام دښمنان دي، او هم د انسانیت.

واجد علې خان دا هم وویل، د متاثره کورنیو سره به مالې مرستې کیږي، او دوی به کو شش کوي ، د سیمې د امن لپاره خپلې هڅې جارې وساتې.
XS
SM
MD
LG