د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمهوريت ضد ډلو خلاف قرارداد منظور




غلام غوث مشال ريډيو

پيښور: د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د غير جمهوري قوتونو پر ضد يو قرارداد منظور کړی دی چې په کې ویل شوي دي چې سياسي ګوندونه به د هغو ټولو سازشونو مزاحمت کوي چې غواړي جمهوريت تر پښو لاندې کړي او له اليکشن کميشن نه یې په دې قرارداد کې غوښتنه وکړه چې بغير له څه وېرې ترهې دې د ټولټاکنو د تياري بهیر جاري وساتي.

دا قرارداد عوامي نيشنل ګوند، پاکستان پيپلز ګوند، پاکستان مسلم ليګ ن،جمعيت علماي اسلام ف او قومي وطن ګوند د اسمبلۍ غونډي ته په ګډه وړاندې کړ چې په یوه خوله ومنل شو.

په قرارداد کې د ډاکټر طاهرالقادري نوم نه دی اخیستل شوی خو په دې پريکړه ليک کې هغه ته په اشاره ليکل شوي دي چې بعضې قوتونه يا خلک د انتخاباتي اصلاحاتي تر غوښتنې انتخاباتي عمل ځنډول غواړي-

هم د دې قرارداد په اړه په بحث کې د اسمبلۍ غونډي ته پخپله وينا کې د صوبي د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين د ډاکټر طاهرالقادري غوښتنو ته په اشاره وويل چې د پارليمان او اليکشن کميشن په موجودګۍ کې هیچا ته هم دا اختيار نشته چې د عدلیې يا پوځ نه د اصلاحاتو غوښتنه وکړی-

نوموړي وويل((ډيری داسې قوتونه کله په نظر راځي او کله په نظر نه راځي، ليکن که څوک هم جمهوريت تر پښو لاندې کول غواړي نو د هغې لاره په هر قيمت نيول پکار ده، هیڅوک اختيار نه لري چې له عدالت يا پوځ نه غوښتنې وکړی ، دا به غير آئيني غوښتنه وي او کېدای شي هغوی څه نورې ارادې لري))

په دي قرارداد د بحث په دوران کې د جمعيت علماء اسلام ف د اسمبلۍ غړي حافظ اختر علي وويل، که څوک هم په هيواد کې څه بدلون راوستل غواړي نو بايد د هغې لپاره سياسي لاره خپله کړی-((که یو څوک تبدیلي غواړي يا یو څه اصلاحات غواړي يا په دې کې د عوامو نمایندګي غواړي نو د هغې لپاره د جمهوري ووټ په ذريعه سره د اصلاحاتو يوه لاره شته او په هیچا هم پابندي نشته، که څوک په نظر نه راتلونکې قوتونو يا د هغې په شا ولاړ وي او هغوی د جمهوريت خلاف يا د ائين خلاف څه اقدامات کوي نو هيڅوک د هغې ملاتړ نه شي کولی بلکې د دوی به مزاحمت کوي))

د اسمبلۍ غونډي ته په خپله وينا کې د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين زياته کړه چې د اليکشن کميشن مشر د حکومتي او مخالف ګوندونو په سلا ټاکل شوی دی او په کار ده الېکشن کميشن بغير له څه وېرې ترهې د ټول ټاکنو د تياري بهير جاري وساتي-

XS
SM
MD
LG