د لاسرسي ځای

تازه خبر

دسوات رضیې په څلویښت کلنۍ کې ذدکړې پیل کړي


 دسوات رضیه بي بي د خپلې یوې بلې ملګرې سره د ذدکړو پرمهال
دسوات رضیه بي بي د خپلې یوې بلې ملګرې سره د ذدکړو پرمهال

نيازاحمدخان / سوات

رضیه بي بي د سوات د کبل وسیدونکې ده ، عمر یې پنځه څلویښت کاله دی او په تیر عمر کې ورته دا خیال پیدا شوی چې که مور او پلار ورباندې ذدکړې نه دي کړي نو څه چل وشو ؟ داکار خو هغه اوس هم کولی شي.


هغې څلور کاله وړاندې په یو سرکاري سکول کې د وړو وړو ماشومانو سره یو ځای په کلاس کې ذدکړې پیل کړې او دامهال په نهم جومات کې سبک وايي . رضیه بي بي هوډ لري چې د خپلو ذدکړو بهیر ته به دوام ورکوي.

نوموړې وايي کله چې په اول ځل د وړو ماشومانو سره په سکول کې په یو کلاس کې کیناسته نو ورته عجیبه ښکاریده ، خو بیا وروسته یې وړې جینکۍ ځان سره ملګرې کړې ، فاصلې ختمیدې او د هغې وړو ملګرو هغې سره په ذدکړو کې مرسته کوله .

رضیه بي بي وايي :

(( مور او پلار مې مړه دي. کور کې مې درې وروڼه دي ، هغوی ودونه کړي ، په ما ډیر خیال نه کوي. ما ځکه په دې عمر کې ذدکړې پیل کړې چې ذدکړه وکړم ، او څه مناسب روزګار ځان له پیدا کړم. ))


دسوات رضیه بي بي د خپلې یوې بلې ملګرې سره د ذدکړو پرمهال
دسوات رضیه بي بي د خپلې یوې بلې ملګرې سره د ذدکړو پرمهال


نوموړې وايي د خپلو ذدکړو ترڅنګ په کور کې د خپلو وروڼو او وریندارګانو خدمت هم کوي، کتابونه ورته حکومت ورکړي خو دسکول ته د رسیدو لپاره د کرایې پیسې ورسره اکثر نه وي. نوموړې وايي ډیر په مشکله یې خپله تعلیمي لړۍ روانه کړې ده.

رضیه بي بي وايي هغه جینکۍ چې تعلیم یې کړی وي، خلک یې ډیر عزت کوي او ځان له کار او روزګار هم په اسانه موندلی شي.

د رضیه بي بي ښونکې حلیمه بي بي د هغې د ذدکړو په اړه وايي :

(( د رضیې بي بي جذبې او حوصلې ته په کتلو د کلي مالت نورو جینکو ته هم دا شوق پیدا شوی چې ذدکړې وکړي ، اواوس پنځه نورې میرمنې هم زمونږ سکول ته راځي چې عمرونه یې د رضیې بي بي هومره دي. ))

بي بي حلیمه وايي د رضیې بي بي او د هغې د عمر نورو ذدکونکو ته دوی د عامو ذدکونکو نه لږ وختي رخصت ورکوي. د نوموړې په وینا دغه د پاخه عمر ذدکونکې د خپلو کورنیو سره هم ستونزې لري او مالي وضع یې هم ښه نه ده.
XS
SM
MD
LG