د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتونخوا کې چې څنګه څنګه امن راځي، پوځ به ځي"


صوبايي وزیر میا افتخار حسېن
صوبايي وزیر میا افتخار حسېن



د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، چې د صوبې په نارامه سیمو کې به له کرارۍ راتلو سره سم د پاکستان پوځ له دې سیمو وځي.

صوبايي وزیر میا افتخار حسېن د سېشنبې په ورځ د صوبايي کابینې تر غونډې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د پښتونخوا حکومت او پاکستاني پوځ ترمنځ تړون شوی وو چې کله په مالاکنډ کې امن پر ځای شي نو پوځ به ټول واک و اختيار ځايي انتظامییې او پولیس ته سپاري او دوی به خپلو بارکونو ته ځي.

(( له دوی سره مو دا خبره مخکې سپینه کړې وه چې کله امن راځي دوی به هم ورو ورو خپلو بارکونو ته ځّي، او واک به ځايي انتظامییې ته سپاري، او اوس په مالاکنډ کې هغه وخت راغلی او دوی په لومړي سره کې له بونیره ووتل، له شنګلې او کالامه ووتل، له مدېن څخه ووتل او دغه ډول چې چېري هم حالات سمېږي دوی به ځي.))

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

میا افتخار حسېن وویل چې د تېرو دوو کلونو په پرتله سږکال د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي خو د هغه په وینا زیان یې لږ اړولی دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې میا افتخار حسېن وویل چې د ترهګرۍ په تور کې نیول شوو کسانو د سزا ورکولو کچه ټیټه ده. د هغه په وینا، په کار ده چې حکومت داسې کسانو ته د سختې سزا د ورکولو لپاره قانون جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG