د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا سوات کې نژدې ۱۰۰ طالبان خوشي شو


رپورټ نيازاحمدخان مشال ريډيو

د خیبر پښتونخوا په سوات کې تر سلو پورې طالبان خوشي کړې شوي دي چې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو له خوا د نښتو پر مهال نیول شوي ول.

په تحصيل چارباغ ګلي باغ سيمه کې د پاکستاني پوځ لخوا جوړه شوې یوه غونډه کې هغه طالبان پرېښودل شول چې د مشال په نامه د بیارغونې یوې ادارې ورته روزنه ورکړې ده.

د پروګرام مشر ميملمه د خيبر پښتونخوا صوبايي وزير ساینس وټيکنالوجي ايوب اشاړې طالبانو ته د سندونو وروکولو پر مهال وویل چې د خوشالۍ ځای دی چې د سوات ځايي بې لارې شوي وطنوال له روزنې اخیستو وروسته ولسي ژوند ته راګرځي او خپلو کورونو ته ځي. نوموړي پر ټولو ګوندونو غږ وکړ چې د امن لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي او چې سوله وي ټول وطنوال به په داډه زړه او خوشالي سره د خپلو کورنیو د یو ښه سباوون لپاره کار وکړي.

د بیارغونې ادارې مشال یوه مشر د نفسياتواستاد محمدنبي چمکني له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دغه تنان دوسله والو په پروپيګنډې تېروېستلي ول او اوس دوی اه په بیلا بېلو څانګو کې روزنه ورکړل شوې ده چې پکې ذهني ، جسماني اوهنري تربيت هم شامل دی. دغه تنان به په خپلو خپلو سيموکې ښه روزګار ومومي او د پاکستان پوځ به له دوی سره مرستې هم کوي.

تربيت اغستونکي وايي، چې دوی له وسله والوسره د مرستو په تور نيول شوي ول او دوی تر څو مياشتو پورې له پاکستاني پوځ سره په قيد کې ول او بيا يې په بيلو بيلو شعبو کې تربيت مکمل کړو او اوس به خپلو کورنو ته ستنېږي.

دمشال بيا بحالۍ ادرې چارواکي وايي تردې دمه د دوی ادرې تر ۱۱۰۰ سېوا داسي کسانو ته روزنه ورکړې چې د دوی په خبره د ناپوهۍ له وجې یې له وسله والو سره مرستې کولې.

XS
SM
MD
LG