د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د سورې شپږ کلنه ناوې او زوم ونیول شول


شپږ کلنه ناوې بي بي روزه
شپږ کلنه ناوې بي بي روزه



د سوات د مټې په یوه لري پرته سیمه کې د یوې شپږ کلنې ماشومې انجلۍ بي بي روزې په سوره کې د ورکولو پر ضد ځايي عدالت نوټیس اخیستی او هغه ټول کسان یې نیولي دي چې د وړوکې ماشومې د ودولو په فیصله کې یې برخه اخیستې وه.

دمټې پوليس سټيشن محرراشرف علي مشال ريډيو ته وویل، چې په نیول شویو پنځو کسانو کې شپږ کلنه ناوې، زوم او د هغه پلار هم شامل دی. او وايي چې ډېر ژر به نور تورن کسان هم ونیول شي.

د سوات په مټه کې د یوه تن عظيم خان له خپله تربره سره له څو کالونو راهیسې د کورنیو نجونو د ودولو پر سره له یو بل سره په عدالت کې شخړه روانه وه، چې بیا وروسته د دغه کورنیو تر منځ د شخړې ختمولو لپاره د کلي مخورو کسانو په [منځګړیتوب] دا پرېکړه وشوه چې د عظيم خان شپږ کلنه ماشومه به د هغه د تربره بهادرخان شپاړلس کلن زوی سرنزيب ته ورکوي. خو په رسنیو(مېډیا) کې د دغه خبره له خپرېدو وروسته مقامي عدالت د دغه پرېکړې پر ضد ګام واخیست او دا یې ناقانونه وګرځوله.


رپورټ نيازاحمدخان مشال ريډيو

XS
SM
MD
LG