د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو سوات کې بيا دامن کميټې مشران په نښه کړل



رپورټ نيازاحمدخان

د سوات تحصيل چارباغ کې يوه اونۍ کې د مقامي امن کميټي مشر په ګډون څلورتنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

وروستۍ پيښه بیګا شپه رامنځ ته شوې چې په کې ناڅرګنده وسله والو هاغه تنان په نښه کړي چي د امن له پاره هلې ځلې کوي او د امنيتي ځواکونوملاتړي دي، دغه خبرې د تحصيل چارباغ مقامي امن کميټي يومشر ابرارکوي، دی زیاتوي چې اوس په دې سيمه کې عام خلک له وسله والو کرکه کوي او د امن کميټې غړي په سيمه کې نظرساتي چې تښتېدلي وسله واله بيرته رانه شي او که راشي نودوی پرې امنیتي چارواکي خبروي.

خو بيا هم دوسله والو طالبانو خپلوان او کورنيانې دلته شته چې دوی ته مرستې ورکوي اودغه سيمه هغوی ته ښه معلومه ده ځکه دامن کميټي مشران اوغړي په نښه کيږي، خو دوی به د امن له هلو ځلو ونه دري.

يومقامي خبريال انورانجم وايي چې د هدفي وژنو وروسته په سيمه کې امنيت سخت کړل شوی دی او دوسله والو په ضد د لټون اپريشن روان دی. ځای پر ځای چيک پوستونه لګول شوي دي خو تردې دمه وسله وال ګرفتارنه کړل شول اوعام ولس یې لاسه کړېږي.

په سوات کې د پاکستاني پوځ وياند کرنل شاهد وايي پوځ خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي، دوسله والو په ضد د اپريشن لړۍ روانه ده او څوک به هم په دغه سيمه کې امن خرابولو ته پرېنږ دي.

بل خوا د وسله والو طالبانو وياند احسان الله احسان مشال ريډيو ته دټليفون په کرښه ويلي چۍ دغه بريدونه دوی کړي او داخبره ترې څرګنده کوي چې اوس هم دغه سيمه کې طالبان شته.

XS
SM
MD
LG