د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبان چې څومره سکولونه ورانوي هومره به بیا رغوو"


د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان او د خیبر پښتونخوا وزیراعلی په چارسده کې د باچا خان پوهنتون پرانستنه وکړه.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان او د خیبر پښتونخوا وزیراعلی په چارسده کې د باچا خان پوهنتون پرانستنه وکړه.


خالد خان مشال راډيو

نن د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان پوهنتون پرانسته وشوه. د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفنديار ولي خان او د خيبر پښتونخوا وزيراعلی امير حيدر خان هوتي د دې نوي پوهنتون پرانسته وکړه.

پرانستونکې دستورې ته د وينا پر مهال اسفند يار ولي خان وويل چې د يو قام روښانه سباون له علم سره تړلی وي خو ځينې قوتونه لګيا دي او د پښتون قام ښوونځي ورانوي. او د پښتانه قام بچي د علم له رڼا محروموي.(( نن هم په اخبار کې راغلي دي چې په پلاني کلي کې یو سکول په بمونو والوځاوو. زه د هشتنغر پر دې خاوره ولاړ ، د دوی ایمان چې څومره دی او زموږ څومره سکولونه الوځولای شي، وا دې لوځوي خو دا مې ایمان دی چې که مې هر یو سکول جوړ نه کړ نو پښتون به نه یم. دوی موږ پر شا بیول غواړي، موږ پر مخ تلل غواړو. دوی موږ تیارو ته بیول غواړي موږ رڼا ته تلل غواړو.))

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

اسفندرخان وویل، چې د ترهګرو او علم دښمنو خلاف چې د دوی ګوند کوم جنګ پیل کړی دی، هاغه به سر ته رسوي خو په دې جنګ به هله بریالي کېږي چې د خلکو ملاتړ ورسره وي.

(( دغه تیاروو ،ظلم او جبر مقابله صرف او صرف زموږ یوالی کولای شي، ا و دا جنګ کول غواړي، له دې ځکه نه پر شا کېږو چې په قسم درته وایم دا خاوره به زموږ د بچو لپاره به عذاب شي. دوی به دلته ژوند تېرولای نه شي نو د خپلو بچو راباندې د حق دی چې دا جنګ دې موږ سر ته ورسوو.

دستورې ته د خيبر پښتونخوا وزيراعلی امير حیدرخان هوتي وويل، چې د دوی حکومت په خپل دور کې شپږ نوي پوهنتونونه جوړ کړي دي او د د پښتنو د ستر ملي اتل خوشال خان خټک په نامه پوهنتون به په کرک کې جوړېږی او له دې علاوه بو بل پوهنتون به په هري پور کې ډېر ژر جوړ کړل شي.

XS
SM
MD
LG