د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پروفېسر اجمل خان کورنۍ ډېره خپه ده




اسرارعالم مومند

پراګ:- د پيښور اسلاميه کالج يونيورسټۍ وايس چانسلر پروفېسر اجمل خان چې د طالبانو په قبضه کې دی په خپله نوي وېډيو کې يي ويلي دي ډيره سخته پری تيريږي او د کور غم هم ورسره دی ځکه چې په کور کې يي ټولې نوړه دي.

د پروفېسر اجمل خان په کورنۍ څه تيريږي په دی اړه د اجمل خان د کورانۍ يو غړي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ريډيو ته وویل چې د نوموړي بچي روزانه په دی انتظار وي چې پلار به يي نن کور ته راشي خو په دې انتظار یې دوه کاله ووتل لا یې هم پلار رانه غلو.


پروفېسر اجمل خان په دغه نوی وېډيو کې د يونيورسټو د وايس چانسلرانو څخه غوښتنه کړی چې د هغه د راخلاسولو لپاره خپلې ځلې تندي کړي ، په دې کې د پيښور يونيورسټۍ له وايس چانسلر قبله آياز څخه هم غوښتنه شوې.

پروفېسر قبله آياز د پروفېسر اجمل خان د څرګندونو په دې اړه مشال راډيو ته وویل:

(( زما په ګډون چې د خېبر پښتونخوا د يونيورسټو ټول وايس چانسلران د پروفېسر اجمل خان د راخلاصولو لپاره پوره هلې ځلې کوي ، په دی لړ کې مو د لوړو زده کړو کمېشن سره هم خبری کړي او وس ګورو چې څه نتيجې يي راوځي.

همداراز د پيښور يونيورسټۍ د استازانو د اتحاديې مشر فصل شهزاد وايي د دوي يواځې دومره وس رسي چې احتجاج وکړي خو د نوموړي په خبره نه پوهيږي چې د دوی چې احتجاج به یې څه ګتې وکړي که نه.

که څه هم پروفېسر اجمل خان وايي، چې طالبانو د ده د خوشي کولو په بدل کې حکومت ته ډېر واړه مطالبات وړاندي کړي دي خو د پيښور يونيورسټۍ د استاذانو د اتحاديي مشر فصل شهزاد وايي:

((د خيبر پښتونخوا ګورنر بېرسټر مسعود کوثر ، د اطالاعاتو وزير ميا افتخار حسېن او افراسياب خټک سره په دی لړ کې خبری کړي خو هغوي وايي چې د طالبانو مطالبې ډېری غټي دي.))

د پروفېسر اجمل خان د خوشي کولو لپاره د خېبرپښتونخوا حکومت څه هلې ځلې کوي په دی اړه مو د صوبايي حکومتي چاواکو سره د رابطو کولو هڅه وکړه خو بريالي نه شو.

XS
SM
MD
LG