د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ (ملا داد الله) په کونړ کې وژل شوی دی


ملا داد الله چې په کونړ کې وژل شوی دی
ملا داد الله چې په کونړ کې وژل شوی دی
باز محمد عابد

جلال اباد - د افغانستان د کونړ ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د شيګل ولسوالۍ د شلتن دره، چاوګام په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو د هوايي بريد په نتيجه کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د کونړ ولايت د والي وياند واصف الله واصفي مشال راډيو ته وويل چې په وژل شويو کې د ملا داد الله په نوم قوماندان هم شامل دی.

((د کونړ ولايت د مشترکې قرارګاه د راپورونو پر اساس تېر مازيګر (اګست په ۲۴نېټه) د شيګل د شلتن په دره کې ايتلافي ځواکونو له خوا په يوه نښه شوي ځای هوايي بريد کړی چې په هغې کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې د ملا داد الله په نوم يو قوماندان هم په کې شامل دی. دا بريد بې پيلوټه الوتکې تر سره کړی دی. البته دغه مالومات لا روښانه نه دي خو د کونړ د او، سي، سي، پي د قوماندانۍ لخوا موږ ته راکړل شوي دي.))

ويل کېږي چې ملا داد الله هغه قوماندان و چې تېر کال په اختر کې يې د باجوړ له سيمې څخه يو شمير ماشومان هم تښولي وو.

په دې اړه مې له واصفي وپوښتل چې ایا دا ریښتیا خبره ده او که څنګه؟

ده په ځواب کې وویل: ((په دې اړه له موږ سره داسې کره مالومات نه شته خو داسې ويل کېږي چې تېر کال له باجوړه همدې ډلې ماشومان تښتولي ول.))

بلخوا د کونړ ولايت د امنيه قوماندان عوض محمد نظري مشال راډيو ته ويلي وو چې د ايتلافي ځواکونو د هوايي بريد په نتيجه کې د باجوړ د طالبانو قوماندان ملا داد الله له ۱۲ تنو سره وژل شوی او يو شمېر طالبان ژوبل شوي هم دي.

د افغانستان په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې د کونړ ولايت شيګل ولسوالۍ کې يې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژلي خو د چا نوم يې نه دی په ګوته کړی.

تر دې دمه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

هلته د پاکستان د طالبانو ویاند احسان الله احسان منلې چې ملا داد الله په پروني برید کې وژل شوی دی.
XS
SM
MD
LG