د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات ورو ورو په ښه کېدو دی





هارون باچا - مشال راډيو

پراګ:- د خيبر پښتونخوا حکومت او د پاکستاني پوځ په اشتراک، د روانې مياشت په ۱۳ مه نېټه د سوات په کالام کې د يوې پينځه ورځنۍ ولسي مېلې انعقاد وشو- د مېلې بنيادي مقصد په دغه جګړه ځپلې او ناورينونو وهلې سيمه کې د امن او د هغې په ترڅ کې د سيلګرۍ د سيکتور پر ځای کول بيان شوي دي-

دا چې دغه رقم مېلو ته د سوات خلک څه عکس العمل ښيي او دا چې د سيمې د امنييت او د ځايي خلکو د کار روزګار د وسيلو په بحالولو کې به څومره موثره ثابتې شي، په اړه يې په سيدو شريف کې د سواستو آرټ اينډ کلچر ايسوسي ايشن مشر عثمان ولسيار وايي، د سوات اوسېدونکي هيله من دي چې د يوه ارامه او سوکاله ژوند پر لور دوئ پيل کړی مزل همدغسې دوام ولري-

((خلک ډېر زيات خوشاله وو او د دغه مېلې اثرات، موږ وينو چې ورو په ورو ښکارېږي- دوئ اوس له حکومته غواړي چې د سوات په نورو سيمو کې هم ورته مېلې جوړې کړي- ځايي هنرمندانو او سندرغاړو ته پکې بايد د خپل فن د څرګندولو موقعې ورکړل شي- د دې مېلو په ترڅ کې به له ترهګرۍ سره تړلې د خلکو ويرې ترهې يو خوا ته شي-))

د سوات له پاره د پاکستاني پوځ وياند کرنل عارف مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په ياده سيمه کې امن په بشپړه توګه بحال شوی او دا مهال دوئ د ژوند په مختلفو برخو کې د ځايي خلکو د پرمختګ په چارو توجه مرکوز کړې ده-

((د سېلګرۍ د پرمختيا په موخه موږ له تېر يو کال راهېسې مختلف قسمه مېلې کوو- سږ کال مو په ژمي کې په ملم جبه کې د واورو مېلې وکړې، چې ګرده نړۍ ترې خبر شوه، او دغه وروستۍ يوه مو د کالام په مهو ډنډ جهيل کې وکړه- د پاکستاني پوځ د انجينيرانو په مرسته مو جهيل ته تللې ۴۰ کېلو مېتره لار، چې له تېرو دريو کلونو راهېسې بنده وه، بيرته جوړه کړه- په ګڼ شمېر کې سېلانيان دلته راغلل، په هوټلونو کې د پښې کښېښودو ځای نه وو، د ټينټونو کلي مو جوړ کړي ول- لنډه دا چې دنيا ته مو پيغام ورکړ چې په سوات کې امن پر ځای شوی دی او د سېلګرۍ له پاره ماحول په مکمله توګه سازګار دی-))

خو هم په سوات کې د ټولنيزو چارو يو کارپوه شوکت شرر بيا وايي چې د يادې سيمې د اصلي او پاييدونکي پرمختګ له پاره اړينه ده چې يوه هراړخيزه پاليسي په کار واچول شي-

((د امن او د خوشالۍ لاره لا ډېره اوږده ده- د دې مېلې انعقاد اګر چې يو ښه عمل وو، خو دومره ډېر خلک راغلل چې د سمبالولو يې بيا چا له چل نه ورتلو- ولې چې سرکونه وران دي، هوټلونه له مينځه تللي دي، خلک نورو عامه خدمتونو ته لاس رسي نه لري- موږ خوښ يو چې د پرمختګ کارونه وشي، خو په يوه صحيح او منظمه طريقه-))

د پاکستان پوځ په عين حال کې وايي چې د سوات حالات که چيرې همدغسې په ارامه پر مخ ولاړل، نو به وکولای شي چې د روان کال تر اخره پورې د دغې ګل ورينې سيمې انتظامي واک اختيار په بشپړه توګه ملکي ادارو ته حواله کړي-

XS
SM
MD
LG